The news is by your side.

امریکا د افغان سولې برخه کې  ټرمپ پر ګامونو ګام نه ږدي

خبریال ویبپاڼه/ داسې انګیرل کیږي چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به د افغان سولې برخه کې  د زلمي خلیلزاد په خوښه کار ته ادامه ورنکړي دا شننه واشنګټن ایکز ماینر خپرونې ترسره کړې او ویلي يې  دي چې د افغان سولې لپاره د امریکانوی حکومت د ټرمپ پر قدمونو نه ځي

دې نشريې په خپل یوه مطلب کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغا سولې پروسې ته یوه کتنه کړې او په دې هکله يې دا څرګندونې کړې دي خپرونې  ویلي بایډن هم افغانستان ته د سولې راوستلو او سرتیرو ایستلو تګلاره له ځان سره خو د ټرمپ پر قدم نه ځي او  خپل طرحه لري

تراوسه پوري د افغان سولې لپاره د زلميی خلیلزاد په مشري هیڅ هم نه دي ترسره سوي او لاهم ورځ تر بلې دا جګړه خطرناکه کیږي تراوسه پوري داسې هیله نسته چې په افغانستان کې به جګړه ختمیږي او د سولې هوکړه به کیږي

د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته لاهم افغانستان کې تر پخوا د جګړې ډګر تود سوی او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د جګړو او بریدونو راپورونه ورکول کیږي

قطر کې تر دې وړاندې لا باید د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې کولو خبرې پیل سوې وای خو تراوسه دولت او طالبان په دې نه دي توانیدلي چې یو له بل سره مخامخ خبرې وکړي هغوی له امریکا غوښتي چې پر ترسره سوې هوکړه دي ژمن پاتي سي او د افغان سولې کولو لپاره دي کار وکړي

طالبانو  ویلي خپلو فشارونو ته به له هر لوري دوام ورکوي، خو برعکس پر بایډن يې ږغ کړی چې جګړه غوښتوونکو ته دي متوجې سي، ځکه داسې کړۍ سته چې په افغانستان کې جګړه غواړي

د وسلوالو طالبانو په اعلامیه کې راځي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هغه د افغانستان د روانې معضلې د حل یوازینۍ لار بولي، ځکه نو یې پر امریکا هم ږغ کړی چې کړې هوکړې ته دي ژمنه پاتي سي

د طالبانو له انده هغه کړۍ چې افغانستان کې جګړه غواړي  ګټې یوازي همدې جګړه کې دي خو د دې موضوع د حل لپاره باید مذاکرات ترسره سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.