The news is by your side.

خبریال الیاس داعي د شهادت په غبرګون افغان خبریالان احتجاج کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون هلمند کې د شهید شوي خبریال الیاس داعي د شهادت په غبرګون نن مازدیګر احتجاجي غونډه کوي.

هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي نن سهار د موټر په چسپکي ماین چاودنه کې په شهادت ورسېد او د نوموړي د ورور په ګډون دوه تنه ټپیان شول.

د خبریال الیاس داعي د شهادت خبر تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو له ډېر وخت را هیسې د وژنې له ګواښونو سره مخ وو، چې د هلمند سیمه ایز حکومت هم پرې خبر وو، خو د شهید داعي د ساتنې لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ، او نن یې روح حق ته وسپاره.

افغانستان نا ارامه ولایت هلمند کې د ازادۍ راډیو سره کار کاوه هغه د خپلو راپورنو پر مټ د خلکو غږ ته انعکاس ورکړی او د هغوی ستونزې يې تر چارواکو رسولي، هغه تل د ولس واقعي غږ پورته کړی او په ډیرو ستړو او سختو حالاتو کې بیا هم کار کاوه.

د الیاس داعي په مرګ په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر بنسټونو خپل غبرګونونه ښودلی او دا برید يې د بیان پر ازادۍ برید بللی.

د ازادۍ راډیو، او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د داعي شهادت تائید کړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د الیاس داعي په شهادت یوازي د غندنې غبرګون ښودلی او بس
د دې سره تر خوا چې هره ورځ خبریالان د مرګ له ګواښ سره مخ وي په سیمه اییزه کچه هم یو شمېر نورې ستونزې لکه ګواښونه، اطلاعاتو ته نه لاس رسی وهل ټکول او داسې نورې ستونزې د دوی ورځنۍ چارې هم له خنډ سره مخ کوي.

افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه خورا خطرناک هېواد دی او د جګړو په لسیزو کې لسګونه خبریالان شهیدان او ټپیان شوي او لا هم د دې جګړې موخه ګرځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.