د الیاس داعي قاتلان څوک دي؟

خبریال وېب پاڼه/ نن هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د موټر په چسپکي ماین چاودنه کې په شهادت ورسېد.

خو د شهید الیاس داعي قاتلان څوک دي؟

دا چې الیاس داعي په خورا جګړه اییز ولایت هلمند کې د خبریالۍ دنده پر مخ وړله او د خپل کار په دوام کې د وسله والو له لوري یې ژوند تر ګواښ لاندې وو او څو څو ځلې یې د وژنې ګواښونه هم ورته کړي وو.

په دې تړاو خبریالان وایي، چې د شهید الیاس داعي په ګواښونو او تهدید حکومت ښه خبر و خو بیا یې هم د هغه د ساتنې لپاره هیڅ ونه کړل.

د هلمند امنیتي اداره د الیاس جان په شهادت کې ګرمه ده.

دوی وایي، دولت او امنیتي ادارې یوازې د کاغذ پر مخ ژمنې کوي نور د خبریالانو په امنیت او ساتنه کې بشپړ ناکام دی. په ځانګړې توګه ګډه کمیټه او د سرور دانش دفتر.

خبریال جاوېد همیم کاکړ یې په غبرګون کې وایي، یو یو وژل کیږو دوه ورځې وېر وي بیا خیر و خیریت وي.

د افغانستان د جګړې تر هر چا ډېر خبریالان له رواني او جسمي اړخه ځپلي دي، لا هم د خبریالانو د ژوند او کار لپاره خونړی هېواد دی، چې له څو کلونو را هیسې لسګونو خبریالانو د خپل مسلک په ګناه سر کېښود.

پر حکومت او امنیتي ادارو د خبریالانو نیوکې دي، چې امنیت یې نه شي ساتلی او څه ډول چې په کار وه، د خبریالانو د وژنې، ګواښونو او وهلو ډبلو قضیې یې نه دي څیړلي او نه یې عاملین پر سزا رسولي، چې له امله یې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنې پېښې زیاتیږي.

له یاده دې پاتې نه وي چې چې د الیاس داعي د شهادت په غبرګون نن د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون احتجاجي غونډه را بللې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More