The news is by your side.

د اسټرلیايي ځواکونو د قضیو عدلي تعقیب ترسره کیږي

خبریال ویبپاڼه/ ځینو رسنیو افغانستان کې د اسټرلیايي ځواکونو د ترسره سویو جنایتونو په هکله راپورونه ورکړل او یو ویډیو کې ښکاریدل چې دا ځواکونه نیول سوي اسیران وژني

له دې ادعاوو وروسته اوس د اسټرلیا دولت ویلي چې د خپلو سرتیرو له لوري د ترسرسه سوې جنایتونو قضیې به تعقیبوي او څیړي به یې

د دې هېواد لومړي وزیر سکاټ موریسون ویلي چې هغه ادعاوي څیړي چې ګواکي سرتیرو یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي ده ویلي خلکو ته سخت خبر لري

موریسن ویلي چې د ځانګړو پلټنو دفتر د پوځ د اقداماتو د ارزونې او د اړتیا په صورت کې د سرتیرو له خوا جرم ترسرهه کولو واک لري.

اسټرلیا به د خپل پوځ شاوخوا ۵۵ قضیې وڅیړي یو شمېر رسنیو هغه مهال چې دا راپورونه خپاره کړل امله يې اسټرلیا کې پولیسو د هغو رسنیو دفترونه وپلټل داسې راپورونه هم خپاره سوي چې د اسټرلیا دولت د دې ادعا وو، په اړه پټې څېړنې ترسره سوې دي

یوه امریکايي سرتیري ویلي کله چې موږ په چورلکه کې اسټرلیايي سرتیري خيژول د دولسو کسانو ځای راسره وو، له هغوی سره جنګي اسیران هم دا چې هغوی ۱۳ کسه وو، یو اسیر يې وواژه

په احتمالي توګه داسې فکر کیږي چې د دې هېواد عسکرو به دا جنایتونه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ کړي وي، تراوسه پوري په دې اړه د پوره څیړنو په هکله څه نه دي ویل سوي خو اسټرلیايي دولت ډاډ ورکړی چې په سمه توګه به څیړنې ترسره کوي

ښايي د افغانستان په څلویښت کلنه جګړه کې ډیر جنګي جنایتونه ترسره سوي وي خو  هغه له رسنیو او سترګو پت ساتل سوي په دې هېواد کې نژدې هره ورځ لسګونه ملکي وګړو مرګ ژوبله اوړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance