The news is by your side.

عزیز یلداش افغانستان کې وژل سوی

خبریال ویبپاڼه/ تیرو اونیو کې افغانستان کې د القاعده شبکې دوه مهم غړي ووژل سول چې اوس تازه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر هم په دې هېواد کې وژل سوی

د افغانستان دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي  چې د فاریاب ولایت کې د ازبګستان اسلامي غورځنګ مشر او د دې ډلې د پخواني مشر طاهر یلداش زوی  عزیز یلداش وژل سوی

دې وزارت په خپل بیان کې ویلي چې یلداش د افغانستان په شمال خصوصا د فاریاب ولایت نا امنیو کې لاس درلود د دې وزارت په وینا چې په دې برید کې د یلداش زوی ټپي سوی هم دی

تیره اونیو کې د افغانستان غزني ولایت کې د القاعده شبکې دویم نمبر مشر ابو حسن المصري ووژل سو او ورسره همهاله د فراه ولایت کې  هم د القاعده شبکې یو مهم غړی ووژل سو

له امریکا سره د قطر دفتر هوکړه کې طالبانو ویلي چې  له بهرنیو ترهګرو ډلو او القاعده سره به خپلې اړیکي پرې کوي خو لاهم داسې بریښي چې افغانستان کې بهرني وسلوال شتون لري

جاهد: فراه کې د القاعده وژل سوی غړی خطرناکه وو

د فراه ولایت والي تاج محمد جاهد د القاعده دا مشر خورا خطرناکه بللی او ویلي يې دي چې دا کس د القاعده شبکې له مهمو مشرانو څخه وو.

د فراه والي وايي چې د محمد حنیف قعالیتونه یوازي په فراه ولایت پوري محدود نه وو بلکي په لویدځ او سویل زونونو کې يې فعالیتونه درلودل د هغه په وینا چې دې کس د ځانمرګو لپاره واکسټونه د سړک غاړې ماینونه او موټر بمونه جوړولو کې فعاله برخه درلوده او همدا شان يې لیرزي او دوربین داره ولې هم جوړولای سوای

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ وویل چې محمد حنیف د فراه په بکوا ولسوالي کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شو.

موده وړاندې د افغانستان په غزني ولایت کې هم د ابومحسن المصري په نوم د القاعده شبکې دویم نمبر مشر ووژل سو چې هغه مهال يېیو لړ غبرګونونه را وپارول او بر طالبانو شک پیدا سو چې ښايي اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکي ولري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.