الیاس داعي د خلکو پت ساتونکی!

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې نن په یوه چاودنه کې په شهادت ورسېد، له کلونو کلونو را هیسې یې د هلمند له جګړه ایز او جګړه ځپلي ولایت د خلکو غږ پورته کاوه.
د خبریال الیاس داعي پر شهادت نن د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون احتجاج درلوده.
ګڼو خبریالانو یې پر شهادت خواشیني ښودلې، او د هلمند د خلکو د غږ رسونې او د هغوی پت ساتوونکی یې یاد کړ.
د بي بي سي پښتو خبریال حفیظ الله معروف لیکي، چې خدای بښلي الیاس داعي د هلمند جګړه کې بې ځایه شویو ته په خپلو کور کې ځای ورکړی و، او چې کور یې ډک شو د کور تر څنګ یې ورته خیمې ووهلې، د هغه له دومره مهربانۍ سره سره بیا هم بې رحمو انسانانو شهید کړ. په دومره مهربانه انسان به یې څنګه د مرګ زړه کېده.
داعي د هلمند په وروستۍ سختې جګړه کې له کورنۍ سره یو ځای له خپلې مېنې بې ځایه شوی وو او د هلمند په خراب امنیتي وضعیت او جګړې پر مهال یې سر په لاس کې نیولی وو او د خپلو خلکو غږ یې تر مسؤولینو رساوه.
الیاس داعي په ٢٠٠٦ کال کې ژورنالیستیک فعالیتونه شروع کړل او له ٢٠٠٨ کال را هیسې له هلمند ولایت نه د ازادي راډیو سره خبریال وو، نوموړي د خپلې خبریالۍ په موده کې د هلمند د خلکو ستونزې غږ پورته کړ او تر مسؤولو یې ورساوه، داعي د هلمند د خلکو پت ساتوونکی یادیږي، له شهید داعي د مهربان په نوم یوه کوچنۍ لور پاتې شوه، چې تر دې د مخه یې ویلي وو، لوی ارمان مې د خپل اولاد یو ځای ته رسول دي.
د افغانستان په جګړه کې تر هر څه د مخه قربانیان خبریالان دي، هم له رواني او هم له جسمي پلوه له جګړې او تاوتریخوالي سره مخ دي، خو لا هم د دومره قربانیو سره، حکومت د خبریالانو د ساتنې او لاسنیوي لپاره هېڅ راز اقدام ونه کړ، خو خبریالان له دومره ستونزو او ربړونو سره بیا هم خپل مسلک او هېواد ته ژمن او دندې پر مخ وړي.