The news is by your side.

خبریالان: له حکومت د شهید داعي قاتلین غواړو

خبریال وېب پاڼه/ نن د بیان ازادۍ یو لوړ غږ هم چوپ شو.

د ازادي راډیو د خبریال شهید محمد الیاس داعي د شهادت په غبرګون د خبریالانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون احتجاج دربود.

خبریالانو له حکومت وغوښتل چې د شهید محمد الیاس داعي قاتلین دې ژر تر ژره پیدا او قانون چلند دې ورسره وکړي.

د احتجاج پر مهال د کابل پرېس کلب مشر رسنۍ مشر عزیز احمد تسل وویل، په جنوبي حوزه کې دا پنځم پیاوړی خبریال دی چې شهید کیږي، حکومت تر اوسه موږ ته د یوه د وژنې په تړاو هم کره شواهد په لاس نه دي راکړي او نه یې قضیې څېړلي، حکومت دې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ډېر پام وکړي.

ښاغلي تسل په داخلي او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ، چې د شهید داعي د کورنۍ سره د مالي مرستې لپاره دې د یو صندوق تابیا وکړي، داعي د کورنۍ یوازنی سرپرست وو او کورنۍ سره یې باید مالي مرسته وشي.

ټولو خبریالانو په یو غږ د شهید داعي وژنه وغندله او ویې ویل دوی نور د خبریالانو وژنې او هغوی سره د تاوتریخوالي پېښې نه شي زغملی او له حکومت یې په کلکه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي نن په یو مقناطیسي ماین چاودنه کې په شهادت ورسېد.

شهید الیاس داعي په جنوبي حوزه کې په هلمند ولایت کې یو پیاوړی خبریال وو، چې له ٢٠٠٦ز کال را هیسې د ژورنالېزم ډګر ته را وتی وو او په ٢٠٠٨ز کال کې له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه دنده پیل کړه، چې له څه باندې لسو کالو را په دې خوا له یادې راډیو سره خبریال پاتې شو او بالاخره نن د معلومو وسله والو له لوري په ماین چاودنه شهید شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.