The news is by your side.

مشر! د داعي شهادت د افغان وژنې سلسله ده

خبریال وېب پاڼه – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په هلمند کې نن د شهید کړل شوي ‌خبریال الیاس داعي په تړاو په خپل وروستي‌ ټویټ کې ویلي چې له لسیزو را هیسي د افغانانو/ پښتنو ډله ایزې وژنې روانې دي؛ په وروستیو میاشتو کې د افغان سولې پروسې له پیل راهیسې د وژنو کچه لوړه شوې.

مشر منظور پښتون تر دې وړاندي هم په افغانستان کې په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له ورور وژنې لاس واخلي‌او د سولي پر ټغر سره کښېني.

نوموړي نن د الیاس داعي د شهادت په تړاو په داسې ‌حال کې غږ اوچت کړ چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیلېدونکې دي.‌

الیاس داعي‌هم په داسې وخت کې نن سهار په هلمند ولایت کې شهید کړل شو چې له کوره د کار پر لور روان وو.

خبریال الیاس داعي جنوب حوزه کې یو پیاوړی خبریال وو، چې له یوې لسیزې را هیسې یې له هلمند ولایت د خلکو غږ پورته کاوه او خبري پوښښ یې ورکاوه.

داعي تر دا مهاله په ازادي راډیو کې له هلمند ولایت خبریال وو چې له ٢٠٠٨ز کال کې د افغانستان د ازادي راډیو څانګې له کورنۍ سره یو ځای شوی وو.

د خبریال داعي شهادت په کور دننه او بهر د ګڼو خلکو غبرګونونه را پورته کړل، خبریالان له حکومت د شهید داعي د قاتلینو د نیولو کلکه غوښتنه کوي، حکومت د شهید داعي شهادت غندلی او د قاتلینو د نیولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.