The news is by your side.

اداري فساد د هیواد په اقتصاد څومره اغیزه کوي؟

پردې خو موږ ټول پوهیږو چې فساد په ډیری حکومتونو کې لویه ستونزه ده، د پیسو غلا او غیرې عادلانه میتودونو ډیری هیوادونه په بد حالت کې اچولي دي، د هغو هیوادونو له ډلې  افغانستان هم دی. چې په اداري فساد، رشوت، غصب، واسطه پالنه او اختلاس پکې ډیردی. په ټولنه کې اداري فساد لکه د نورو انساني فعالیتونو په څیر د ځینو اخلاقي معیارونو پر وړاندي د ارزونې تابع دی. دا هغه کړنه ده چې یو کس د خپل شخصي کار لپاره د غیرې قانوني کارونو په وسیله ګټه ترلاسه کوي. په نړۍ کې  د فساد  ګراف ورځ تر بلې لوړیږي او همدا رنګه ‌‌‌‌‌‌ډیری ملکونه په فساد ککړ دي، خو په ځینوهیوادونو کې بیا بیخي ډیر دی. چې له هغو ډله هیوادونو څخه یو هم افغانستان دی چې ترستوني پورې په فساد کې ډوب دی، هرکس د خپل جیب ډوکولو په خاطر چې لاس ته یې څه ورځي صرفه نه کوي، همدا علت دی چې افغانستان په نړۍ کې د مفسدوهیوادونو په ډله کې شامل دی.

اداري فساد د یوه هیواد په اقتصادي وضعیت څومره بده اغیزه کولی شي؟

  • د فساد له امله په یوه هیواد کې بیکاري او نا امني ډیرېږي او د خلکو ژوند سختیږي.
  • فساد عایدات راټیټوي، عامه لګښتونه زیاتیږي او د محصولاتو د ودي د خنډ لامل کیږي، همدا رنګه دیموکراتیکې حکومتدارۍ ته اقتصادي زیان رسوي او دوامداره منفي اغیزه کوي.
  • اداري فساد د اقتصادي ودې د کمزورتیا سبب کیږي، ځکه چې د فساد له امله د کورنیو او بهرنیو پانګه اچوونکو انګیزه کمیږي.
  • اداري فساد د دولتونو د مشروعیت درجه راټیټوي او د ټولنې ثبات اوامنیت له منځه وړي. همدارنګه فساد د دولتونو پروړاندې د خلکو باور کموي.
  • اداري فساد په ټولو ادارو کې بده اغیزه کوي که هغه کوچنۍ وي یا لويې د مثال په توګه یو دولتي چارواکی چې دنده یې د ځمکو د اسنادو معاینه کول، راپور ورکول او ساتل دي. که چیری دوی حساب او کتاب ته اماده نه شي او د خپل کار راپور ورنه کړي، نو د خلکو باور به په حکومت لا کم شي.
  • د اداري فساد له امله به د روغتیا برخه هم کمزورې وي، په کلیو او ښارونو کې ډیری دولتي روغتونه او د عامې روغتیا مرکزونه موجود دي چې د خلکو د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي مګر په دولتي روغتونونو کې د عامو خلکو لپاره مناسب خدمات نه وړاندې کیږي چې دا هم د فساد د موجودیت نښه ده.
  • د عوایدو او مالیې ریاستونه چې په دې ریاستونو کې هم کافي اندازه فساد موجود دی، په دې برخو کې فساد هم د اقتصادي برخې د کمزورتیا سبب کیږي.
  • کله چې په یوې اداره که یو کس فاسد وي ټوله اداره فاسده ده، همدارنګه د فساد له امله تجارت ته لویه صدمه رسیږي، ګاونډي ملکونه به د فساد له امله له دوی سره راکړه ورکړه نه کوي.
  • نړیوال روابط به خراب وي، شرکتونه، سرکونه، فابریکی، صحت او نورعام المنفعه کارونه به شنډ او خراب وي.

فساد هغه ستونزه ده چې په افغانسان کې یې هم ډیرې ستونزې زیږولي او د انکشاف پروړاندې له اساسي خنډونو څخه ګڼل کیږي.

له کومو لارو چارو نه په ګټې اخستنې کولای شو د فساد مخنیوی وکړو؟

لاندې فکتورونو په نظر کې نیولو سره کولای شو تر یوې اندازې د فساد مخنیوی وکړو:

  • پیسي تعقیب کړئ، حکومتونه د مصرف کولو لپاره د عامه پیسو پراخه اندازه لري او دوی کولی شي چي د حکومت مصارف، د حکومتي چارواکو اوعامه خلکو مصارف په اسانه توګه کنټرول کړي او د فساد مخنیوي وکړي.
  • حکومت کولای شي د بیلابیلو سیستمونو په رامنځ ته کولو سره د حساب ورکولو زمینه برابره کړي، چې په دې سره اړوندې ادارې او چارواکي مجبوریږي ملت ته حساب ورکړي، په دې برخه کې څه ناڅه کار شوی هم دی خو باید نورهم شفاف شي.
  • په اداري جوړښتونو کې اصلاحات هم د فساد مخنیوي کې مهم رول لري لکه په مالي او بودیجې برخه کې اصلاحات او الکترونیکي حکومتولي.
  • د دولتي کارکوونکو د معاشونو په سیستمونو کې اصلاحات د فساد د مخنیوي بله لاره ده، ډیری حکومتي کارکوونکي د کم معاش اخستلو له امله رشوت اخلي نو که په منظم سیستم د دوی معاشونه لوړ شي دا هم د فساد کچه ټیټوي.
  • همدارنګه د هیواد مالیاتي سیستم چې ډیری فساد په همدې برخه کې کیږي او که سمه څارنه وشي نو د یوه هیواد اصلي عایداتي برخه به منظمه او حکومت به پیاوړی وي.
  • حکومت باید د خلکو اړتیاوې، لومړیتوبونه او ستونزې وپیژني او د حل لارې ورته ومومي.
  • رسنۍ او مدني ټولنې هم کولی شي په حکومتونو د فشاراچولو له لارې په ټولنه کې فساد له منځه یوسي.

نو په پای کې ویلی شو چې فساد په ټولنه کې منابع له منځه وړي، ښه حکومتولي، اقتصادي وده او عام المنفعه کارونه له ستونزو سره مخ کوي او د ټولنې نظم او امنیت ګډوډوي.

لیکوال: حسیب الله امرخیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.