The news is by your side.

د سوشیل مېډیا له جګړې راووځﺉ؛ په دې وطن نه جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د کابل پوهنتون له برید، په یما سیاوش له برید او نورو بریدونو وروسته دا دی نن په بل خبریال چاودنه وشوه، د سترګو په رپ کې شهید شو.

الیاس داعي صیب د نورو ډېرو افغانانو په شان د خپلې لوی کورنۍ یوازنی سرپرست وو، د داعي صیب شهادت یوه لویه کورنۍ خواره کړه، څو مېرمنې یې شهادت نه خوږې شوې، یوه مور په زړه سورۍ شوه بوره شوه، یوه ښځه کونډه شوه، یو خور بې ورور شوه، یو ماشومه لور یتیمه شوه، بې پلار شوه، دا څومره سخته ده د یو کس شهادت دومره خلک وځپي، له دې مخکې هم ډېرې کورنۍ ورته حالت کې شوې او که دا حال وي خدای مه کړه نورې به هم شي.

خدای دې د داعي صیب د کورنۍ زړونه په صبر کوشېر کړي، او دا دې وروستۍ غمیزه شي.

خو د داعي صیب په شهادت زموږ افغانانو بیا په سوشیل مېډیا جګړه شروع کړه، پوسټ وکړه، کمېنټ وکړه، وغنده، اوښکې توی کړه، له څو ورځو وروسته هر څه عادي شي، شهید هېر شي، بل ورځ بل داسې یو لوستی ځوان شهید شي بیا همدا هر څه تکرار شي، خو تر کومه؟ تر کله؟ په دې خو امن نه راځي!

څو چې افغانان سره خپلو کې یو نه شي، وطن ته وفادار نه شي، په کیبورډ د سوشیل مېډیا جګړه بس نه کړي، عملاً سړکونه او کوڅې ډکې نه کړي، په لاریون، په احتجاج او په چغو را ونه وځي، نو بیا ووایاست چې د افغانانو وژنه به لا هم دوام لري.

یوه خبره زه د تل په څېر بیا هم تکراروم، چې په سوشیل مېډیا وطن نه جوړیږي، د سوشیل مېډیا له جګړې راووځﺉ، که په سوشیل مېډیا وطن جوړېدی، افغانستان به اوس د نړۍ د هر هېواد نه ډېر جوړ، سلامت، اباد او ارام وی.

دوښمنان خو موږ ته وطن نه جوړوي! دا د افغانانو وطن دی، چې افغان یې جوړ نه کړي، دوښمن خو یې نه جوړوي، افغانه! افغانستان خو ستا وطن دی، ستا کور دی، ته کور په چا ساتې؟ له دوښمن غواړې چې ویې ساتې؟ دوښمن خو که ستا لحاظ کولو دومره به یې درته نه وژل، دومره به یې نه ورانولو! بس دی نو! د خپلو خلکو او وطندارانو دووومممره وژنو را وېښ نه کړﺉ، را هېښ نه کړﺉ، بدلون یې نه در نه کړو، ویې نه دردولﺉ، چې بیا هم غلي یﺉ، ناست یﺉ او په چوپه خوله تماشه کوﺉ.

او که داسې ونه شي، نو هره ورځ به زموږ افغانان وژل کیږي، شهر ناپرسان دی، ولا که یې خپل حکومت پوښتنه کوي، نړۍ خو هسې هم خاموشه تماشه کوي.

لیکنه: نجیبه فیض

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.