الیاس داعي چا او ولې شهید کړو؟

خبریال وېب پاڼه/ الياس داعي ېې شهيد کړو او هڅه ېې وکړه چې په يوه ژبغړاندې خوله باندې د زور د هاتي سل منيزه پښه کيږدي!

نو- داعي چا شهيد کړو؟ داعي طالبانو شهيد کړو که د دولت غلچکو بريدګرو او که د دوى دواړو په صفونو کې ناستو د جنګي مافيا هغو غړو چې هم په پوهنتون او دشت برچي کې مړي کولى شي او هم په کنړ او شينوارو کې ځانمرګي!

زما ددې سره هم کارنه شته چې دا مرګ چا وکړو او اوس به چرته په ”کوېټه“ کې يا په ”کابل“ کې د چا شا ته يا د چا دکور او دفتر د ديوالونو شا ته پټيږي او نه مې ددې سره کار دى چې دا مرګ ېې څنګه وکړ؟:

په غلچکو ډزو که په موټر نښتو ماينونو يا په سايکل نښتي ماين، خو وېې کړ او يو ژبغړاندى او خوله ور خبريال ېې شهيد کړو:
زما لالى ېې مړ کړو په لاره که په چاړه
خو د دې سره چې زما ورسره څه کار نشته ولې بيا هم هغه پوښتنه چې ستاسو په سترګو، خولو او ذهنونو کې ده او هغه پوښتنه چې زما سره ده هغه همدا يوه پوښتنه ده چې ”الياس داعي چا شهيد کړو“؟

نو زما سره خو د دې پوښتنې ځواب دادى چې نه به هغوى دومره احمقان وي چا چې الياس داعي وژلى چې ودې وايي ”داعي مونږه مړ کړو“

او نه به مونږه دومره احمقان کيږو چې د دې مرګ پړه دې په يوه ټاکلې جنګي غاړه وغورزو!!
زما له اندې او زما په اندې دا مرګ او تر دې وړاندې او وروسته ټول مرګونه د هيواد د روان ورور وژونکي جنګ د بلا د لاسه دي دا بلاربه بلا هره ورځ لنګېږي او هره ورځ د مرګ اومرګونو په نوم، د ځانمرګو او ځوانمرګو په نوم او د غلچکو ډزو د بريدونو، او د موټر نښتو يا سايکل نښتو ماينونو د لاسه د شوو مرګونو په نوم ګڼ بد مرغه بچي راوړي او په بدل کې ېې د افغان ولس بچي خوري او په افغان ولس کې بيا، د جنګ دې بلا په ټوله مينه اوټول زواک د پښتانه ولس د بچو خورړلو ته ډډه وهلې او په تيره بيا، لوستي بچي ورله خوري او هغه سرونه نغاړي کوم سرونه چې فکر کولى شي او په بېرحمه سپين سترګۍ ېې نغاړي، هره ورځ ېې نغاړي او دومره ډېر ېې نغاړي چې دا د کلونو کلونو قحط الرجال ېې راله په يوه مرګونې بېړني پېر بدل کړى دى او که هرڅه ورته ووايو چې مه وژنه دا د سر سړي مو مه وزژنه خو بيا ېې هم راله وژني، او:
د سر سړي مو وژني، د هنر سړي مو وژني-
د ښار سړي مو وژني او د غر سړي مو وژني،
ځکه، دوى په دې پوهيږي چې کوم قومونه دومره جنګيالۍ زړورتيا لري لکه پښتون چې ېې لري نو له زړه ېې مه خلاصوئ، له دماغو ېې خلاص کړئ:

”که هر څه راله وژنې، خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوى تاوان لېدلى دى- ارواښاد الفت“
خو بيا ېې هم راله وژني او داسې ېې وژني لکه الياس داعي چې ېې مړ کړو!

نو بله پوښتنه داده چې له دې مرګونو به ځان څنګه خلاصوو؟
او زما ځواب بيا هم دادى چې: زه ډاکټر يم زه د ناروغۍ تر نښو ډېر په ناروغۍ او د ناروغۍ په ځېلو فکر کووم او زه ناروغه ژغورم او رغوم ېې، خو ناروغي وژنم دا ځکه خو وايم چې راځئ ناروغان وژغورو خو ناروغي مړه کړو، افغان نه وژنو، که په هره خوا او هر صف کې دى بلکې د افغان وژنې ذهنيت مړ کړو که هر چرته دى!!

که دا ذهنيت د کابل په واکمنو کنګرو کې مېشت دى او که د وسله والو طالبانو په صفونو کې اوسېږي خو وېې مومئ او رسوا ېې کړئ او تاريخ ته او افغان ولس ته ېې مختورى کړئ.
او هغه به څنګه کوو؟!

نو هغه به د ولس د واکمنولو په بڼه کوو! ځکه چې تر خدايه وروسته د سياسي، اداري او ملي زواک تر ټولو لويه سرچينه ولس دى، هم دا افغان ولس!

داځکه خو يوه جنګي غاړه هم دې ته چمتو نه ده چې ولس زواکمن او واکمن کړي، نه د ډاکټر اشرف غني غاړه، نه د مولوي هبت الله خوا او نه د ډاکټر عبدالله خوا!!
په دوى کې هرې خوا خو له دې مسئلې نه يا د سياسي انا مسئله جوړه کړې او يا درسره د دين په کاڼو د دې خبرې تللو ته کښيني خو يوه غاړه هم دې ته نه ګوري چې دين او ولسواکي دواړه ولس او انسان مکرم او د درناوي وړ ګڼي او ولسواکي خو ځان په دې ليکو ستايي چې وايي:

”ولسواکي د ولس حکومت دى، په ولس باندى، د ولس د پاره!“
ولې په افغانستان کې داسې نه ده! په افغانستان کې خو ولسواکي او دين دواړه هغه موټرې دي چې د دې دواړو جنګي غاړو د سر سړي په کې دځواک او اقتدار د ارګ تر کنګرو ورځي!
نو افغان ولسه څه کول په کار دي؟

او ځواب دادى چې يو کار- بس يو کار او هغه وکړئ.
کول ېې ګران دي خو ناشوني او ناممکن نه دي او هغه دادى چې ولس د يوه زواکمن منځګړي په ګدۍ کښېنوئ!
که طالبان او دولت ېې نه غواړي او خپلې سياسي يا نا سياسي پلمې ورته جوړوي، جوړې دې کړي، خو افغان ولسه تاسو دې ته لار جوره کړئ چې دواړه غاړې مود يوه زواکمن منځګړي په توګه ومني، او پرې مو ږدي چې د الياس داعي له شهادته، د کابل پوهنتون د شهيدانو تر مرګونو اود برچي دښتې دروغتون تر ناروا وژنو او د شينوارو او کنړ تر ځانمرګو او دزابل او کندز تر شپنيو عملياتو، د هلمند تر جنګونواو د ننګرهار او کندهار او کابل د ښارونو په واټونو کې تر ورځنيو ځانمرګو پورې د هرې پېښې قضاوت ته تاسو کښينئ، همدا تاسو! په يواځې سر ورته کښينئ، په يوه ملي او ولسي هوډ ورته کښينئ او بيا دا قضاوت په جار وکړئ او د خداى د پاره او دملي او اسلامي انصاف د روښانو آرو او قوانينو سره سمېې وکړئ او هم دې قضاوت ته سيمه ايزې او قومي ولسي جرګه ګۍ جوړې کړئ، د کلو، ولسواليو او ښارونو په کچه ېې جوړې کړئ، هيڅ ساد او ساهو ته که په هره غاړه کې وي د خداى د پاره او د خپل ايمان او ضمير په رڼا کې غل مه وايئ او هيڅ غل ته که په هره خوا کې وو ساد او ساهو ونه وايئ!
او که داسې مو وکړه نو بيا کېدى شي چې خداى ستاسو د همدې پرېکړې په پار په تاسو ورحمېږي، د جنګ له خولې موراوباسي او بيا کېدي شي چې د داعي وينه د رغښتو پاکو او سپينو اوبو هغه بريد شي چې د جنګ او سولې تر منځه داسې تېرې شي لکه د نور کرښې!
او بيا د نور هم دا کرښې جنګ او دجنګ پلويان دهغوى تاريخي تور مخيو ته پرېږدي او ولس د سولې تر ښېرازو پېړيو او روښانو پړاونو پورې ورولي.

لیکنه: نېک محمد ځدراڼ

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More