The news is by your side.

طالبانو د ولسوالۍ دهراود ودانۍ ونیوله

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې د ارزګان دهراود ولسوالۍ کې له دوامداره جګړو وروسته نن وسلوالو طالبانو په د دهراود ولسوالۍ ودانۍ هم نیولې چې دا ولسوالۍ په بشبړه توګه سقوط سوه

د دې ولسوالۍ مسؤلین وايي طالبانو پرمختګ کړی چې د ولسوالۍ ترڅنګ يې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم نیولې د دهراود امنیه قوماندان هم تاید کړ چې تیره شپه وسلوال دولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل د ولایت ولایتي مسؤلین بیا وايي چې دهراود کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل سوي.

له هلمنده را وروسته د کندهار ارزګان ولاییتونو یو شمېر ولسوالۍ له سختو جګړو سره مخ سوې چې  پرمهال یې د ملکیانو پر ګډون دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښتله د دې ولایتونو سیمه ییز چارواکي له جګړې وروسته دخیر او خیرت راپور ورکوي خو واقعت دادی چې هره شېبه په جګړه کې وسلوال طالبان پرمختګ کوي تراوسه پوري د ارزګان ترڅنګ هلمند او کندهار کې هم د نا امنیو لړۍ روان ده چې ښايي دا جګړې نورې هم اوږدې سي

د دې جګړه سره هممهاله یو شمېر اندېښنې هم را ولاړې سوې عام خلک وايي د سولې لپاره چې يې کومه هیله درلوده پیکه سوې او اوس د دې په لټون کې دي چې څنګه به په جګړو کې امن ځای پیدا کوي د دوی له انده چې باید د جګړې ښکېل لوري په جګړه کې  د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي

له هلمند ارزګان او کندهار ولایتونو څخه د راپورونو له مخې د تازه جګړو څخه زرګونه کسان بې ځایه سوې چې زیاته برخه کې يې ښځې او ماشومان جوړوي چې تراوسه ورسره د اړتیا وړمرسته هم نه ده سوې مالومات ښيي چې له یوه لوري هوا یخه ده او له بل پلوه دا خلک د سرپنا ځای نلري چې له دې  امله يې ستونزې  زیاتي او باید ورسره بیړنۍ مرستې وسي دا خلک له دولته هیله لري چې اړینې مرستې به ورسره وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.