The news is by your side.

د کابل چادونه کې ۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ نن سهار وختي د کابل پر وخت شاوخوا شپږ بجې د دې ښار د ارغندي چوک سره پر افغان سرتیرو چاودنه سوې چې د لومړیو مالوماتو له مخې پکښي شپږو سرتیرو ته زیان اوښتي

کابل کې  امنیتي مسؤلین څه نه وايي خو داسې مالومات خپاره سوي چې چاودنه موټر بم برید وو، او داسې ښکاري چې په دې چاودنه کې د ملي اردو یوه مرکز ته زیان اوښتی

تراوسه پوري نور جزیات نه دي ورکو ل سوي او نه هم کومې ډلې د دې پیښي پړه پر غاړه اخیستې دې چاودنو او نا امنیو خلک په اندېښنه کې اچولي د پلازمینې  سره سره د نا امنیو دې لړۍ د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې خلک بې  کوره کړي او لاهم  ادامه لري

تیره شپه د ارزګان دهراود ولسوالۍ ودانۍ وسلوالو طالبانو ونیوله / راپورونه وايي چې د ارزګان دهراود ولسوالۍ کې له دوامداره جګړو وروسته نن وسلوالو طالبانو په د دهراود ولسوالۍ ودانۍ هم نیولې چې دا ولسوالۍ په بشبړه توګه سقوط سوه

د دې ولسوالۍ مسؤلین وايي طالبانو پرمختګ کړی چې د ولسوالۍ ترڅنګ يې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم نیولې د دهراود امنیه قوماندان هم تاید کړ چې تیره شپه وسلوال دولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل د ولایت ولایتي مسؤلین بیا وايي چې دهراود کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل سوي.

له هلمنده را وروسته د کندهار ارزګان ولاییتونو یو شمېر ولسوالۍ له سختو جګړو سره مخ سوې چې  پرمهال یې د ملکیانو پر ګډون دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښتله د دې ولایتونو سیمه ییز چارواکي له جګړې وروسته دخیر او خیرت راپور ورکوي خو واقعت دادی چې هره شېبه په جګړه کې وسلوال طالبان پرمختګ کوي تراوسه پوري د ارزګان ترڅنګ هلمند او کندهار کې هم د نا امنیو لړۍ روان ده چې ښايي دا جګړې نورې هم اوږدې سي

په ولایتونو کې د دې نا امنیو په هکله چارواکي وايي چې هلته او دلته يې ځانګړي ځواکونه استولي حالات کابو دي او موږ ټولې سیمې ونیولې خو هغه یوازي خبرې پاتي سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.