The news is by your side.

د الیاس داعي پر شهادت نړیوال او کورنۍ غبرګونونه

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي د هغه په موټر کې د ځای پر ځای سوي چسپکي ماین په چاودنه کې شهید کړل سو او د هغه ورور په دې پیښه کې ژوبل سو

پر همدې مهال د دې پیښي وروسته یو شمېر نړیوالو او کورني بنسټونو د الیاس داعي شهادت غندلی او د هغه د قاتیلینو  د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه يې کړې

دغه پیښه د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون، امریکا، کاناډا، بریتانیا، ډنمارک او جرمنی سفارتونو او  افغانستان کې د یوناما دفتر غندلی او دا يي جنګی جنایت بللی

تراوسه پوري کومې ډلې د الیاس د شهادت پړه نه ده اخیستې

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون د نوموړي د شهادت په اړه او افغانستان کې د ژورنالستانو په وړاندې د حالاتو د خرابیدلو په هکله اندېښنه څرګنده کړې

الیاس داعي شاوخوا ۱۲ کاله له هلمند ولایته دازادۍ راډیو لپاره راپورونه چمتو کړل او د یوه افغان خبریال په توګه یې بغیر له ډاره خپل کار ته ادامه ورکړه د هغه د شهادت په هکله په ولایتونو کې افغان خبریالان هم خفه دي او له دولته يې د خبریالانو د مصؤنیت او شهیدا الیاس داعي د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې

افغان خبریالان له هغه وروسته د خپل امنیت او کار په هکله اندېښنې څرګندوي چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان مدني فعالان او د رسنیو کار کوونکي په نښه کوي افغانستان کې ورته ګواښونه، خنډونه ستونزې مالوماتو ته نه لاس رسی خبریالانو ته ګواښونه، مالومات نه ورکول او ورته ستونزې جوړل معمولي خبره ده

افغان خبریالان وايي د الیاس داعي  شهادت د دوی روحیه نه کمزوري کوي او دوی به خپل کار ته دوام ورکوي خو ایا دولت به وتوانیږي چې د خبریالانو امنیت ونیسي دا هغه پوښتنه ده چې ښايي حل نسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.