The news is by your side.

صالح: پر کابل پوهنتون د برید طراح نیول  سوی

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی يې نیولی اونۍ وړاندې پر کابل پوهنتون ډله ییز بریدونه ترسره سول چې زموږ لسګونه بې ګنا هېوادوال پکښي شهیدان او ژوبل سول

صالح ویلې هغه هسته چې د کابل برید کې يې لاس درلود او دا برید یې طرحه کړی وو،نیولي دي هغه ویلي  برید ګر د شرعیاتو پوهنځي تر دریم ټولګي پوري یو وخت زده کړې هم کړې وې او وروسته د هغه د ادعا پر بنسټ حقاني شبکې ته جذب سوی وو.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل  سمدلاسه رد کړي ول

ښاغلي صالح ویلي نیول سوی کس د پنجشیر ولایت څخه دی او درې کاله کیږي چې نادرکه سوی وو، چې داسې ښکاریږي چې ښايي هغه د روزنې لپاره بهر ته تللی وو.

تراوسه پوري د دې بریدګر په هکله نور جزیات نه دي ورکول سوي،

پر کابل پوهنتون د روانې میاشتي پر ۱۲ نېټه برید ترسره سوچې ۲۲ تنه یې شهیدان او ۲۷ کسه يې نور ژوبل کړل هغه مهال د شهیدانو د کورنۍ غړو له دولت څخه د امنیت برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه له دې ماسیوا هم هره ورځ په پلازمینه کابل کې  ماین چاودنې اوجنايي جرمونه رامنځ ته کیږي چې اوس  مهال د کابل امنیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل سوی ښاغلي صالح خلکو ته ویلي وو، چې کابل به امن کوي او د جنايي پیښو ګراف به صفر ته راولي

خلک لاهم کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې اندېښنې لري  چې امنیت به خراب او دوی ته به ګواښ پیښ سي د بمي چاودنو او ډله ییزو بریدونو سره سره   د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې هم ترسره سوې چې پر مهال يې زیات زیان ملکي وګړو ته وا وښت تراوسه پوري له دې جګړو سلګونه کورنۍ بیا ځایه سوې او چا ورسره مرسته نه ده کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance