The news is by your side.

ایسپر: د سرتیرو وتل افغانستان کې ناوړه پایلي لري

خبریال ویبپاڼه/ څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر مارک ایسپر له دندې ځکه ګوښه کړ چې هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د ژر وتلو مخالف وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د خپل واک تر پایه داسې طرحه جوړه کړي چې له مخې به یې امریکايي سرتیري ژر تر ژر له افغانستانه وزي

د امریکا مخکنی د دفاع وزیر مارک ایسپر په دې تړاو تازه څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې له هېواده د سرتیرو ژر ایستل بد عواقب لري هغه وایي له افغانستانه لا هم سیمې او نړۍ ته خطرونه متوجه دي ځکه نو  باید امریکایان په دې هېواد کې پاتي سي.

ایسپر ویلي له افغانستانه په بېړه د سرتېرو ایستل د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی سي نو ځکه ټرمپ ته په کار ده چې له خپلو عجولانه پرېکړو په شا شي. هغه ټرمپ ته په یوه لیک کې د سرتېرو د ایستلو د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی

موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې تر ۲۰۲۱ کال پوري به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي هغه ویلي وو، چې غواړي امریکایان خپل هېواد ته ستانه کړي

د امریکا او طالبانو د هوکړي له مخې باید تر ټاکلي مهال وېشه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي خو ښايي چې د سرتیرو دا ایستل بیرته ودریږي ځکه په ډیر ژر به د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن خپله دنده پیل کړي

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو مشرتابه ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه نسي وتلی ځکه چې اوس افغانستان کې جګړې روانې دي تراوسه پوري د امریکا د دې اقدام په هکله رسمي ګام نه دی پورته  سوی

ویل کیږي چې مارک ایسپر ټرمپ له همدې امله چې افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ژر وتلو مخالف وو له دندې ګوښه کړ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.