پکتیا کې د الیاس داعي په نوم یو واټ ونومول شو

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د خبریال شهید محمد الیاس داعي په نوم یو واټ ونومول شو.

په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي پرون په یوه چسپکي ماین چاودنه کې په شهادت ورسېد.

د داعي پر شهادت په هېواد دننه او بهر د خبریالانو، سیاستوالو او پښتنو مشرانو ګڼ غبرګونونه را پورته شول او د نوموړي د شهادت پر پېښه یې خواشیني وښوده.

پرون د داعي د شهادت پر غبرګون په کابل کې د خبریالانو او رسنیو بنسټونو فدراسبون احتجاج درلود، چې د شهید داعي د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې وکړه او له حکومت یې په کلک وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خویتوب او امنیت ته پام وکړي.

نن په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو او فعالانو له خوا د شهید داعي فاتحه واخیستل شوه او سبا هم په کابل او له هېوادنه بهر د پي ټي اېم، کاناډا او امریکا کې د افغانانو له لوري زوم فاتحه اخیستل کیږي.

د شهید محمد الیاس داعي د شهادت مسؤولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو نوموړي ته په دې وروستیو کې د وژنې ګواښونه کېدل.

شهید الیاس داعي په جنوبي حوزه کې په هلمند ولایت کې یو پیاوړی خبریال وو، چې له ٢٠٠٦ز کال را هیسې د ژورنالېزم ډګر ته را وتی وو او په ٢٠٠٨ز کال کې له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه دنده پیل کړه، چې له څه باندې لسو کالو را په دې خوا له یادې راډیو سره خبریال پاتې شو او بالاخره نن د معلومو وسله والو له لوري په ماین چاودنه شهید شو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More