The news is by your side.

د سکانو د مړو سوځېدو ځای کې چاودنه شوې

خبریال وېب پاڼه/څو شېبې وړاندې د افغان سکانو د تېرې ورځې د قربانیانو د سوځېدو پر مراسمو کې چاودنه شوې ده.

نن پنجشنه په قلعه چي سیمه کې افغان سکانو د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې قربانیان د خپل مذهبي رسم له مخې سوځول چې د مراسمو پر ځای کې چاودنه شوې ده. تېره ورځ د کابل په اوله ناحیه کې د اهل هنود پر یو درمسال باندې وسلوال برید وشو چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیا هم شول. دغې پېښې د نړیوالو سخت غبرګونونه له ځان سره لرل.

د تېرې ورځې په برید کې چې مسؤلیت یې د اعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخیست، د ماشومانو او مېمنو په ګډون ۲۵ د اهل هنود وګړي په کې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. دې پېښې له کور د ننه سربېره نړیوال غبرګونونه هم را وپارول او دا یې یو ستر مذهبي جنایت وباله. تېره ورځ له برید سره هم مهاله په کابل کې د امریکا سفارت دغه پېښه وغندله او زیاته یې کړه چې موږ د هغه تعصبګر او جنایت کوونکي چې د بې ګناه وګړو لپاره یې دغه عبادت ځی په نښه کړ، غندنه کوو او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

هخوا د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ویډیویي پیغام کې له افغان سکانو سره خپله همدردي ښودلې او پر دوی باندې برید یې یو بزدلانه عمل بللی دی. دوی په خپله اعلامیه کې وایي چې دوی د پېښې له زیانمنو شویو کورنیو سره هر راز مرستې ته تیار دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د اهل هنود وګړو پر عبادت ځای برید او ملکي وګړو وژنه نه بښونکی عمل بللی دی.

په ورته وخت کې پاکستان چې د افغانستان د ډېری خونړیو پېښو تر شا په لاس لرلو هم تورن وي، دغه پېښه یو کرغېړن عمل بللی او غندنه یې کړې ده.

په کابل ې مېشتو ډېری سفارتونو او اروپایي اتحادیې هم د دغه خونړۍ پېښې پر وړاندې غبرکون ښودلی دی. افغان سکان یوه بې طرفه، په هېواد مینه او غریبه طبقه ده چې په هر ډول شرایطو کې یې خپل بې پرې توب ساتلی دی. د دوی پر وړاندې عامو افغانانو برید په سختو الفاظو غندلی دی او دا یې د ترهګرو ډلو لخوا د ټولو بشري او مذهبي ارزښتونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

تېره شپه د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د ولسي جرګې مشر هم د سکانو همدردې ته ورغلي وو. یوه ویدیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي، ښیي چې د یوې ۳ کلنې ماشومې پلار د امنیت شورا سلاکار ته د خپلې لور د وژل کېدو کیسه کوي. هغه کیسه چې د هر چا له سترګو اوښکې بهوي.

تر اوسه د چاودنې له ځایه د تلفاتو بشپړ حال نشته خو ویل کېږي په دغه ځای کې د اهل هنود تر څنګ یو شمېر افغان چارواکو هم ګډون درلود. د کابل پولیسو هم پېښه تائید کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.