The news is by your side.

عبدالله د کړکېچ د حل لپاره خبرو ته چمتووالی وښود

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ټاکنو بایلونکي نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله چې له ولسمشر غني سره د واک پر سر په جنجال کې دی، د سیاسي کړکېچ د حل لپاره یې خبرو ته ځان چمتو وښود.

عبدالله عبدالله ویلي، سیاسي کشالې او ستونزې په درد نه خوري او موږ یې هم دوام نه غواړو.

نوموړي ویلي، له ولسمشر غني سره یې د ستونزو د حل لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف د منځګړیتوب هڅې ناکامې وې او پر وینا یې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره لازمه ده نور سیاسي مشران په موضوع کې دخیل شي او حل لار دې ولټوي.

عبدالله عبدالله دا راز د افغان حکومت له لوري، د سلو طالب بندیانو د ازادېدو هرکلی کړی او زیاتوي چې دا به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

نوموړي د امریکا له لوري په افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستو بندول د هېواد په زیان وبلل او ټینګار کوي چې د دې مرستو بندول بیا هېڅ کوم جبران نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله عبدالله د واک پر سر له ولسمشر غني سره په لانجه کې دی او د اساسي قانون خلاف ځان ولسمشر بولي.

ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د سولې په برخه کې د کلیدي رول لوبولو او د عبدالله ډلې ته یې په کابینه کې د برخې ورکولو وړاندیز هم کړی و، چې عبدالله یې نه مني.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جنجالونو د حل په موخه د درېیمګړي په توګه راغلی و.

افغانستان ته د پمپیو سفر ناکام و او سیاسي مشران سره کومې سلا ته ونه رسېدل، چې په دې توګه امریکا پر افغانستان یو میلیارد ډالر مرستې بندې کړې.

ولسمشر غني هم څو ورځې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې د امریکا د یو میلیون ډالر مرستو د بندېدو غبرګون کې ویلي و، چې د مرستو بندول به په ځینو برخو مستقیم اغېز ونه کړي او حکومت د دې خلا د ډکولو لپاره نورې لارې چارې سنجولي، ښایي د امریکا د مرستو بندول به په مشروط ډول وي او دوی به امریکا ته قناعت ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.