The news is by your side.

مالیې وزارت د متقاعدینو بایمټریک ځنډولی

خبریال وېب پاڼه/د مالیې وزارت په خپل تازه بیان کې ویلي چې له کورونا ویروس څخه د مخنیوي په پار د متقاعدینو د بایمټریک بهیر او دغه راز د تقاعد خزانې په لوی ریاست کې ټول اجرآت د روانې وري میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې ځنډولي دي.

دوی په خپل بیان کې له ټولو متقاعدینو او د دوی له وارثانو څخه غوښتنه کړې چې تر یادې شوې نېټې پورې د متقاعدینو ریاست ته مراجعه ونکړي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د کورونا ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له دې څخه د زیاتېدو امکان یې هم شته دی.

ویل کېږي په هرات کې په کورونا ویروس یوه بله اخته شوې مېرمن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یاده شوې ښځه ۵۰ کاله عمر لري او دا دویمه ښځه ده چې په افغانستان کې د کویډآـ۱۹ ناروغۍ له امله وژل کېږي. تر دې وړاندې هم یوې ښځې په هرات کې چې ۴۵ کلنه وه، خپل ژوند بایللی ؤ. په مجموعي توګه په ټول هېواد کې دری کسان د کورونا له امله وژل شوي او دوه نور بېرته له دغه ویروس څخه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په هرات، فراه او نیمروز کې پر تګ راتګ هم بندیز لګولی دی تر څو وکولی شي د کویډاـ۱۹ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت په خپل تازه بیان کې وایي چې که د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې هم د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شی، په دې ښارونو کې به هم ګرځبندیز اعلان کړي. د یاد وزارت د روغتیایي چارو مرستیال ښاغلي ډاکتر فدا محمد پیکان رسنیو ته وویل چې په کابل کې د دوی لخوا له بندیز سره سره بیا هم هوټلونه د پیرودونکو پر مخ پرانیستي دي. ده وویل چې دا د ټولو هېوادوالو ته د یو ستر خطر زنګ دی.

ښاغلي پیکان وویل یاد شوي هوټلونه وړاندې تر دې چې پولیس یې بند کړي، خپله مالکان یې دې د پیردونکو پر مخ وتړي تر څو وکولی شو د کویډاـ۱۹ پر وړاندې د حکومت له دریځ سره مله شو.

کابل یو خورا ګڼ مېشتی ښار دی چې د اټکل له مخې شاوخوا شپږ ملیونه نفوس په کې ژوند کوي. ډېری هغه وګړي په کې اوسېږي چې له نا امنو سیمو څخه یې د سوکالۍ لپاره پناه راوړې ده. په ډېری دولتي ادارو کې هم د کورونا ویروس پر وړاندې د مخنیوي لومړني دفاعیه تدابیر نیول شوي دي.

د مالیې وزارت لخوا د متقاعدینو د بایمتریک او نورو چارو پر وړاندې د څه کم یو میاشتني رخصت خبره په داسې حال کې کېږي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا لویه برخه قربانیان پوخ عمره کسان تشکیلوي. د مالیې وزارت همدې اصل ته په کتو غواړي مشرانو روغتیا تضمین کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.