The news is by your side.

هند: د ترهګرو ملاتړ د پاکستان د سیاست یو برخه ده

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ پاکستاني چارواکو داسې ادعا وکړه چې یو، هندي ډیپلماټ په افغانستان کې ناست او په پاکستان کې خلک وژني هغوی ادعا کړې وه چې هند د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

خو په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، موږ نه  ټولې نړۍ ته مالومه ده چې د ترهګرو ملاتړ روزنه او پالنه څو ک کوي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پاکستان کې ترهګرې ډلې روزل کیږي او له دوی څخه ملاتړ د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده دوی د پاکستان دا ادعا چې هند له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري بې بنسټه بللې

د ترهګرو اوتروریستانو ځالګۍ پاکستان تل د خپل بام واوره پر بل غورځوي دې هېواد چې په افغانستان کې يې نیابتې جګړه پیل کړې پر افغانستان هم د ترهګرو ډلو د ملاتړ ادعا کړې حال دا چې د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې ترهګرې ډلې روزل کیږي او بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته تخریب او وحشت لپاره لیږل کیږي

د پاکستان اتباع په ټوله نړۍ کې مالوم او ډيری هېوادونه يې په بیلابیلو نومونو پیژني پاکستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله په بیلابیلو تورو او خړو لیستونو کې قرار لري

پاکستان پر داسې مهال پر هند تور پوري کړی چې  تیره ورځ د راجستان په جیسلمیر سیمه کې د هند لومړي وزیر نندرا مودي وویل چې هنداوس دومره پیاوړی سوی چې ترهګرو پسې کورته ځي هغه وویل د هند پوځ که په غرونو ختلی، که یې په ریګو کې اړولې خو خپله خاوره او خلک يې ساتلي دي

څو ورځې وړاندي د هند او پاکستاني ترمنځ یوه نښته هم سوې چې له امله يې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د دې دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد باندې کله کله جګړې او نښتې رامنځ هم رامنځ ته کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.