The news is by your side.

ولې ISI د مکتب په ځای په مدرسه پورې هيلې تړلې دي؟

خبريال وېبپاڼه/ شايد په نړۍ کې ترټولو زياته پانګونه په مدرسو په پاکستان کې شوې وي، په دې هېواد کې تعليمي نصاب هم ددې هېواد د پوځ د پاليسۍ څخه خپلواک نه دی، داسې چې دغلته تقريباً تعليمي نصاب درۍ لویې برخې لري، يوه یې د پوځي او نورو مهمو دولتي چارواکو د زامنو لپاره ده، په دې ډول تعلیمي مرکزونو کې تر ډېره ددې خلکو اولادونه په غربي معيار په انګليسي ژبه درس ترلاسه کوي، دوی د ديني درسونو معاف دي او ډېره توجه او پاملرنه یې په انګليسي، غربي عصري علومو ده.

دوهم قدم کې بيا هغه دولتي ښوونځي دي چې د متوسطې طبقې خلک پکې درس وايي، دلته د درس ژبه اردو ده او د جامعې او ټولنې د پام وړ خلک خپل اولادونه دې ډول ښوونځیو ته لېږي.

د پوځ نصاب او مدرسې
د مدرسو نصاب ته کولی شو د پوځ نصاب هم ووايو، په دې مدرسو کې بيا د ټولنې د غريبو خلکو اولادونه سبق زده کوي، دلته ډیره توجه په ذهنیت ده، داسې چې په ديني روایاتو ولاړ داسې يو ذهنیت رامنځته شي چې د خپلواکه پرېکړې استعداد له لاسه ورکړي او هره شېبه په يو نوي روایت رام کېدلی شي.

په دې مدرسو کې د اسلام د حقيقي مانا څخه د يو بېل برادشت د تپلو پروژه عملي کېږي، داسې چې که يوه زده کړيال یې د يوه صحابي په نامه کيسه واوري بدون له دې چې ددې کيسې د صحت او سرچېنې په هکله څېړنه وکړي، یا ددې کيسې هر اړخيز تحقیق وکړي نو یو ځل یې اوښکې روانې شي او د سبحان الله نارې پيل کړي.

دا ذهنیت يو احساساتي ذهنيت او طبقه ده، ددوی غولول ډېر ساده کار دی، په دې ذهني فابريکو کې روزل شوي ډېری کسان چې اوس لوی نوم لري د پاکستان د پوځي پاليسۍ سخت ملاتړ کړي، دوی د دين څخه چاقو جوړ کړي، پوځيانو ته مڼې ورباندې پوچوي او هغه څوک چې پوځ یې شتون نه غواړي د هغوی بيا سر ورباندې پرې کوي.

پاکستانی پوځ د مدرسو له لارې د يوې خوا د يوه نسل عقل له منځه وړي، د بلې خوا همدا نسل ورباندې ویده ساتي، پنجاب ته مېټرو جوړوي، پښتون ته وايي چې صحابه و به په اوښانو په میاشتو مزلونه کول شکر وباسئ، ددې ترڅنګ پوځ بيا همدا طبقه د هېواد څخه بهر هم د خپلو موخو لپاره کاروي، په کشمیر او افغانستان کې همدا د مدرسې ذهنیت ځانته خواخوږي پيدا کوي او بیا د پاکستان د پوځ موخې د دين د پردې لاندې عملي کوي.

همدا اوس په پاکستان کې جمعيت علمای پاکستان، سپاه صحابه او اهل حديث ډلې په ښکاره د پاکستان پوځي موخو ته خدمت کوي، دا درۍ واړه بيا د دیوبند مربوط دي، جميعت علمای اسلام خو بيا يوازې د افکارو په تسخیر کار نکوي بلکې د سياست په‌ ډګر کې هم په ښکاره د پوځ لاس پوڅي کوي او د هغوی د موخو لپاره کار کوي، داسې چې ددې ډلې پخواني مشر سمیع الحق به د طالبانو څخه هم په ښکاره ملاتړ کاوه او طالبانو دده په مرګ باندې ډېره د وير او فسوس ډکه اعلاميه خپره کړه، اوس چې د پلار ځای یې زوی حامد الحق نیولی دی هم د پلار په نقش قدم روان ده، ده هم څو ورځې وړاندې په ډېره ګوستاخۍ سره وویل چې د افغانستان منتخب حکومت دې هرڅه طالبانو ته تسلیم کړي او ټول واک دې طالبانو ته ورکړي.

همدا سبب دی چې پاکستان او پوځ یې تر ښوونځي او پوهنتون زیات مدرسو ته خوشبین دی او په هېڅ سبب په دوی کې اصلاحاتو راوستو ته زړه نه ښه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance