The news is by your side.

یوه کوتره په ۱،۹ میلیونه ډالر خرڅه سوې

خبریال ویبپاڼه/ تاسو به په خپل کلي کور او ښار کې د کوترو شوقیان لیدلي وي ځینې يې په ډیرو زیاتو پیسو رانیسې ان ۶۰ یا ۷۰ زره افغانۍ هم ورباندې ورکوي خو په بیلجیم کې یوه کوتره په میلیونونو ډالرو خرڅه سوې

ویل کیږي چې دا د سیالۍ کوتره وه او په خپل ډول کې چې په ۱،۹ میلیونه ډالرو خرڅه سوه ریکارډ یې جوړ کړی چې تر اوسه بله کوتره په دې نرخ نه ده پلورل سوې

دغه دوه کلنه کوتره نیوکم نومیږي او کله چې بولۍ ته وړاندې کیدله نو نرخ يې دوه سوه ایرو، خو د بولۍ له لوړو ژورو وروسته یوه چنايي نیوکم په ۱،۶ میلیونه ایرو چې د ۱،۹ میلیونه ډالرو معادل کیږي رانیوله

یوې کورنۍ چې دا کوتره یې دومره قیمته سودا سوې حیران سوي او خوښي يې څرګنده کړې رویټرز ویلي کورت وان ډي یوور، چې کورنۍ يې دا کوتره ساتلې وه پبه خرڅلاو حیران سوي

تر دې وړاندې د خپل ډول داسې پیښه یا د کوترې سودا په ۱،۲۵ میلیونه ایرو پلورل سوې وه، هغه کوتر وو، او اوس تقاعد ته سوق سوی دا کوتر اوس د څو  بچیو پلار دی

په چین کې د کوترو سیالیو مینوال زیات سوي ځکه نو یې اوسیدونکي ښې کوترې پلوري  او بیا يي سیالۍ ته وړاندې کوي

یاده کوتره به اوس له بیلجیم څخه چین ته ځې او هلته به په سیالیو کې لوبیږي

د سیالۍ کوترې تر لسو کلونو بچي زېږولی شي او تمه ده چې د نیو کېم نوی څېښتن به یې د بچي زېږولو لپاره وکاروي.

کوترې د مرغانو له هغه جملې څخه دي چې انسانان ورسره عاطفي د مینې جوړ ښتونه لري هغوی په کوترو سیالۍ کوي او سپنې کوترې د سولې د سمبول په توګه هم کاروي پخوا له کوترو د اړیکو نیولو لپاره هم کار اخستل کیدی چې له یوه ځایه تر بله ځایه به یې لیکونه لیږدول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.