The news is by your side.

نړۍ او افغانستان کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا ویروس دویمه څپه هم د خطرناکه کیدلو په لور روانه ده دا څپه نه یوازي په ټوله نړۍ بلکي په افغانستان کې هم دې ګوټ مات روغتیايي سیسټم او خلکو ته لوی ګواښ دی

د هوا په یخیدلو سره باید کرونا ناروغي سره بې پروايي ونسي او تر ټولو اړینه ده چې هرکس باید روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیسي

راپورونه وايي چې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې څه کم ۵۵ میلیونه انسانان په کرونا ناروغي اخته سوي او لاهم هره شېبه دغه شمېره د ډیریدلو په حال کې ده

یو شمېر هېوادونو د کرونا د مخینوي  لپاره ټولبند اعلان کړی خو تراوسه پوري لاهم په ډيری هېوادونو کې له کرونا ناروغي سره په بې پروا توګه چلن کیږی تراوسه نړۍ په دې هم  نه ده توانیدلې چې د کرونا ناروغي کابو یايې درمل جوړ کړي

د یادو مبتلا کسانو له جملې څخه، ۱۳لکه ۲۴ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۸ میلیونه زیات کسان بیا ترې جوړ سوي دي

افغانستان کې تر دې مهاله ۴۳ زره څخه زیات کسان په دې ناروغي اخته سوي چې له جملې څخه یې ۱۶۱۷ کسان وژل سوي او ۳۵ زره ترې جوړ سوي دي د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ناروغي د مثبتو پیښو په ډیریدلو سره اندېښنه څرګنده کړې

امریکا بیا دهغه هېوادونو چې د کرونا له لوري مړي سوي او مبتلایان ډیرلري په سر کې قرار لري تراوسه پوري تر ۱۱ میلیونه زیات امریکایان په کرونا ناروغي اخته سوي چې له جملې څخه تر دوه نیم لکه زیات انسانان وژلي او تر شپږ میلیونه زیات بیا ترې جوړ سوي دي

د امریکا په ګډون هند او برازیل لومړی، دویم او دریم هغه هېوادونه دي چې د کرونا ناروغي سخت ځپلي او لاهم د ځپل کیدلو لورته روان دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.