The news is by your side.

اتمر د حکومت سره د بهرنيانو د مرستو د بندېدو په خطر وېره څرګنده کړه

خبريال وېبپاڼه/ د هېواد د بهرنیو چارو نوماند وزير محمد حنيف اتمر وايي دا خطر شته دی چې د افغانستان نړيوال ملګري دې د افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندې کړي، اتمر په داسې حال کې د نړیوالو مرستو د بندېدو په هکله اندیښنه څرګندوي چې د افغانستان حکومت تراوسه خپلې چارې تر ډېره د بهرنيانو په مالي مرستو په مخ وړي.

حنيف اتمر چې د باور د رايې د اخيستلو لپاره یې خپل کاري راپور او برنامه وړاندې کوله وویل چې د نړیوالې ټولنې د ژمنه شويو مرستو موده دوه مياشتې وروسته پای ته رسېږي، ده وويل چې د همدې مسلې په پار به په لنډو ورځو کې په ژنو کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.

د نړيوالې ټولنې لس شرطونه
حنيف اتمر وايي دی وېره لري چې هسې نه نړيواله ټولنه د افغانستان سره د نورو مرستو د کولو په هکله خپله ناتواني څرګنده کړي، دده په خبره چې نړیوالو ملګرو ورته لس شرطونه وړاندې کړي چې بدون له دې شرطونو به د افغانستان سره نوره مالي مرسته ګرانه وي، اتمر ددې شرطونه په هکله نور معلومات ورنکړل خو دومره يې وويل چې دوی به د کابینې په غونډه کې په دې شرطونو خبره وکړي.

حنيف اتمر وايي چې د افغانستان روان حالت ته په کتو دا وېره موجوده ده چې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو اجماع دې له منځه ولاړه شي او هر هېواد دې يو يو د افغانستان څخه د مرستو له کاروان څخه په شاه شي، اتمر وايي د طالبانو سره د خبرو د پيل سره سره بيا هم تاوتريخوالي کمی نه دی موندلی بلکې لا نور هم زيات شوی دی.

افغان حکومت څومره مرستو ته اړتیا لري؟
د افغانستان حکومت په کلني ډول د نړيوالې ټولنې ۴-۵ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري، ددې بوديجې مطلق اکثریت برخه په نظامي برخه کې مصرف کېږي او ډېره کمه برخه یې د‌ پراختیا او توسعې په برخه کې کارول کېږي، په جګړه کې د ډېرو مالي سرچینو مصرف ددې سبب شوی دی چې پراختيايي کارونه وروسته پاتې شي او افغان حکومت خپلو خلکو ته په خدماتو وړاندې کولو کې پاتې راشي.

تمه دا وه چې د طالبانو سره د امریکايي اړخ تر توافق وروسته د‌ جګړې په شدت کې کموالی راشي او ورو ورو د جګړې مصرف راکم شي، د ودانۍ چارو ته هیلې زیاتې شي او بلاخره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ هم د امریکا او طالبانو غوندې يو اوربند وشي، خو اوس که څه هم بين الافغاني خبرو کامل سقط نه دی کړی او نه دي پاشل شوې خو د جګړې شدت لوړ شوی د جګړې ساحه پراخه شوې ده او د‌ جګړې مالي انساني تلفات زيات شوي دي، همدا اوس د هېواد په ګڼو سيمو کې جګړه روانه ده او دا جګړه تر هرڅه وړاندې د افغان اقتصاد ملا ماتوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.