د طالب په نوم ځينو ضمير فرشو د مشر پښتين خولۍ ته اور ورته کړ!
خبريال ويبپاڼه / د طالبانو او اسلامي امارت په نامه ځينو ضمير فروشو؛ افغان دښمنه کسانو د مشر منظور پيښتن خولۍ ته اور ورته کړ.
خبريال ويبپاڼې ته يو داسي ويډيو په لاس ورغلي چې په کې ځيني مخ پټي وسلوال چې ځان د طالبان بولي او سپين بيرغ يې په لاس کې او وايې چې دوی د افغانستان د اسلامي امارات مجاهدين دي د هیواد د مليټوپۍ خولۍ بې حرمتيکوي. هغوی خلکو ته ګواښ کوي چې د پښتون ژرغورني د غورځنګ د مشر منظور پښتن خولۍ بايد څوک په سر نه کړي.
په ويډيو کې مخ پټي وسلوال چې ځان طالبان ګڼي عامو افغانانو ته ګواښ کوي چې که د هر چا د منظور پښتين خولۍ په سر کړي وه او يايې د افغانستان ملي بيرغ له ځان سره درلود. د دوی په وينا د اسلامي امارت د مشرانو په غوښتنه به سخته سزا ورکړل شي.
په ياده ويډيو کې مخ پټي وسلوال يادونه کوي چې دوی د پکتيکا ولايت د برمل وسلوالۍ طالبان دي.
دا وطن فروشان چې له هرې ډلې سره تړاو لري د استخباراتي کاکونکو په توګه خپل مخونه پټ ساتي؛ او ښاييعلت به یې دا وي چې د پښتون افغان له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
که څه هم تر دم ګړیه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه ديویلي؛ خو د ډېرو په باور ښايي دا د پاکستان یوه ناکامه هڅه وي چې وسله وال طالبان له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په شر واچوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون ټوپۍ په نړۍ واله کچه د پښتنو لپاره په مقدساتو کې شمېرل کیږياو دا ټوپۍ د هر وطندوسته پښتون افغان لپاره د ویاړ؛ فخر او افغان ژغورنې سمبول بلل کېږي.
د خبریال وېبپاڼې اداره له ټول پښتون افغان ولسه غوښتنه کوي چې ددې ټوپۍ د بې حرمتي د مخنیوي په موخه د پاکستان او که طالبانو دا کار کړی وي په ځانګړي ډول د طالبانو خلاف آواز اوچت کړي.
بايد وويل شي چې د طالبانو په نامه دغه مخ پټي وسلوال په داسي حال کې د مشر منظور پښتين خولۍ ته ور اچوې چې تازه د کرښې هغې غاړې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او مخکښو غړو په لسګونو زرو پلويانو د ميرانشاه ښار کې يوه ډيره لويه غونډه تر سره کړه.
په ياده غونډه کې مشر پښتين او ګڼ شمير مخکښو غړو په پاکستان سختې نيوکې وکړې او دا هيواد يې د تره ګرو په روزنه او تره ګرۍ تورن کړ.
ځینيکار پوهان په دې باور دي چې ښايي دې مقدسې ټوپۍ ته په سیمه کې فعالو استخباراتو یا هم د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي پلویانو اور ورته کړی وي څو وکړای شي چې دا مليغورځنګ)پي ټي ایم) له طالبانو سره په جنجال کې را ښکیل کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.