The news is by your side.

کاناډایی وزير؛ چېرته چې دهشتګردي ده هلته یونفورم دی

کاناډایی وزير؛ چېرته چې دهشتګردي ده هلته یونفورم دی

خبریال وېبپاڼه/ د پښتنو غږ اوس د نړۍ لر او بر ته رسېږي، دوه ورځې وړاندې پښتنو چې په میرانشا کې يوه لويه غونډه درلوده پاکستاني رسنیو یې د غږ د غلي کولو او پيکه کولو هڅه وکړه، د پاکستان میډیا د پښتنو د غږ بایکاټ کړی دی او د هغوی دا دومره لویې غونډې هم تر پوښښ لاندې نه راولي، خو اوس دور بدل دی، اوس د تلويزيون او ورځپاڼو څخه د ټولنيزو رسنيو سرعت ډېر زيات دی، د ټولنيزو رسنيو اوس هم خبر ژر خپرېږي او هم ډېرو خلکو ته رسېږي.

په پاکستاني پوځ لاره ورکه ده

د پښتنو دوه ورځې مخکینی غونډه هم همداسې وه، پاکستاني پوځ خپله مېډيا له دې منعه کړه خو په ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو د غونډې په هکله خبرونه، انځورونه او ويډيو ګانې شېبه په شېبه خپرېدلې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته رسېدل، همدې غونډې په پاکستاني پوځ یو ځل بیا لاره ورکه کړه او دوی ځان د پښتنو د نوي قيادت په وړاندې بې وسه وګاڼه.

په ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ددې شانداره غوندې غږ ان تر کاناډا ورسیده، د کاناډا هېواد د مهاجرو او تابعيت پخواني وزير هم د پښتنو دې غونډې ته غبرګون وښود او د هغه ویډيو یې په ټوټير کې خپره کړه.

د کاناډا د کډوالۍ وزير کريس الکساندر پخپل ټوټير کې د پښتنو د نوموتي سياست مدار افراسیاب خټک هغه ویډیو ريټویټ کړه په کومه کې چې هغه په ميرانشا کې د پښتنو يوې عظیمې غونډې ته خبرې کولې.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعيت پخواني وزير پخپل ټوټير کې د افراسياب خټک د ویډیو سره ليکلي و چېرته چې تروریزم وي هلته یونفورم وي، دا تعبير پښتانه د پاکستاني رياست د پوځ لپاره کاروي، پښتانه په خپلو شعارونو کې دا وايي چې د دهشت ګردۍ شاته د پاکستان پوځ دی، همدا تعبير نن کاناډايي وزير هم وکارواوه.

پښتانه نړيوال مشروعیت ترلاسه کوي

د پي ټي اېم غږ په داسې وخت کې د نړۍ لر او بر ته رسېږي چې د یوه سخت جابر او بې سترګو دښمن په وړاندې د سولې او امن مبارزه کوي، داسې چې ددوی په غونډو کې فضا د سولې او ورورګلوۍ وي، دوی هېڅ ډول تشدد‌ ته لاس نه اوږدوي هغه هم په داسې يوه حالت کې چې پاکستانی پوځ هره ورځ ددوی ملګري او دوستان نيسي، هغوی شکنجه کوي د هغوی سپکاوی کوي، د هغوی سره د انساني کرامت لرې چلند کوي او ګواښي یې، تراوسه په دې مبارزه کې پي ټي اېم خپل ډېر د وياړ کدرونه له لاسه ورکړل پاکستاني پوځ ددوی څخه هغه کسان په شهادت ورسول چې ځانونه یې پښتنو ته وقف کړي و، ددومره وحشت سره سره چې پاکستانی پوځ یې په پي ټي اېم او پښتنو کوي بيا هم پښتانه او پي ټي اېم د هر ډول شدت څخه لرې پاتې شوي او په نړۍ کې يوه مثال مبارزه مخته وړي.

پښتانه اوس نړيوال مشروعیت ترلاسه کوي او نړيوال یې غږ اوري، د محکومیت څخه د راوتو دا لومړی مرحلې دې چې پښتانه یې تجربه کوي، خو لاره لا پاتې ده، د پاکستاني جابر ریاست څخه خپل حقوق اخیستل، ددوی سره خپل طرف معلومول ددوی د اسارت څخه ځان خلاصول به د پښتنو څخه نورې قربانۍ او هڅې وغواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.