The news is by your side.

له ګنګوسو تر حقیقته؛ طالبان د بهرنیانو په مرسته څلورو ولایتونو کې ډرون حملې کوي

خبریال وېبپاڼه/ څه موده وړاندې په کندوز، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو لخوا د بې پیلوټه الوتکو په مرسته پر نظامي ځایونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي وو، خو دولتي مسؤلینو دغه راپورونه تشې اوازې او د وسله والو مخالفینو لخوا د رواني جګړې یوه برخه وبلله، چې ګواکې له دې لارې خپل ځان قوي ثابتوي.

خو تازه د کندوز، تخار او فاریاب ولایتونو امنیتي مسؤلینو ویلي، چې طالبان د بې پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي تاسیسات په نښه کوي او د امنیتي ځواکونو په یو شمېر پوستو یې ډرون حملې کړې دي.

 امنیتي سرچینې وايي، طالبانو ډرون الوتکې څو کاله وړاندې، کله چې امریکايي ځواکونو په بګرام کې خپل وسایل لیلام کړي وو، اخیستې دي.

په لوګر کې امنیتي سرچینې وايي، چې بې پیلوټه الوتکو تر اوسه د دې ولایت په برکي برک او څرخ ولسوالیو کې ډرون حملې کړې دي، چې په خبره یې په دواړو حملو کې څلورو تنه پولیس شهیدان شوي دي.

همدا راز د پکتیا امنیتي سرچینې کاږي، بې پیلوټه الوتکو تر اوسه د دې ولایت د زرمت ولسوالس په یاسین، مموزي او روحاني بابا سیمو کې بمونه غورځولي دي.

بل خوا د فارياب والي نقیب‌الله فایق ویلي، دغه ولایت کې هم د طالبانو له خوا بې‌پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستو نښې لیدل شوي، خو په وینا یې دغو الوتکو تر اوسه دې ولایت کې بمونه نه دي غورځولي، خو استخباراتي معلومات ټولوي.

هغه زیاته کړې، طالبانو خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د بې‌پيلوټه الوتکو په مرسته د امنيتي ځواکونو ځايونه تشخيصوي.

ملي امنیت شورا هم منلې، چې وسله وال طالبان یو شمېر ولایتونو کې بې ډرون الوتکو ته لاسرسی لري، خو په وینا یې هڅې یې پيل کړې دي، چې ژر تر ژره د دغې ستونزې مخه ونیسي.

بل خوا شوونکي په دې باور دي چې ښايي وسله وال طالبان د بهرنیانو په مرسته د ډرون الوتکو حملې کوي او دا انګېزه ورکول شوې وې، چې د سولې تر خبرو ورسته به د یو مهم سیاسي او نظامي قوت په توګه راڅرګندېږي.

د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو شتون

ډېر پخوا د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي دي، خو دا چې وسله وال طالبان دومره مجهز شوي، چې د ډرون الوتکو په مرسته بریدونه وکړي، دلته نو د دې ډلې په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه شک په یقین بدلېږي.

 د فارياب والي نقیب الله فایق ویلي، چې بهرنيان طالبانو ته د داعش ډلې انګېزې سره د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې زده‌کړې ورکوي.

د طالبانو يو پخوانی قومندان سیدعزت‎الله هم منلې چې د طالبانو په لیکو کې بهرني اتباع شامل دي او په خبره یې، کله چې ده په فاریاب کې د طالب قوماندان په توګه دنده ترسره کوله، د طالبانو په لیکو کې د ایراني، سوریې، ازبکستاني او پاکستاني طالبانو د شتون شاهد و.

عزت لا تر دې پورې وايي، چې په فارياب ولايت کې د جګړو رهبري د بهرنيانو  په لاس کې ده.

طالبانو تر اوسه د بې پيلوټه الوتکو د کارولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې منلې چې یو شمېر ولایتونو کې د ناټو ډرون الوتکې تر غورځېدو وروسته د دوی لاسته ورغلې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.