The news is by your side.

دروغ مه وایاست پوزي مو کوچنۍ کیږي

خبریال ویبپاڼه/ کله چې څوک درواغ وايي پوهیږئ چې په هغه کس کې کوم ډول بدلونونه راځي؟ په دې مطلب کې د هغه بدلونونو په هکله راسره پوي سئ

څیړونکو موندلې که کوم کس دروغ وايي د پوزې اندازه کمیږي کوچنۍ خو دا یوازي د ماشومانو افسانه ده  لکه موږ چې وایو ته پر مخ پوزه نلرې، خو اوس د اسپانیا دګراندا پوهنتون یوې ډلې څیړونکو د دې خبرې په هکله چې د دروغ ویلو په حالت کې پوزه کوچني کیږي  څېړنې پیل کړې او لاندې نتایج يې په لاس راوړي

د دروغ ویلو په وخت کې کوم تغیراب باید رامنځ ته سي؟

ډاکټر امیلو او څیړونکي ټیم يې چې له یوې درواغ کشف کوونکي الې څخه يې د دې څیړنې لپاره کار اخیستی او هغه کسانو  چې کله يې دروغ ویل صادق نه وو، د پوزيد ګرم والي حرارت یې ۲ سانتیګراټه ټیټ سوی وو، خو برعکس پداسې حال کې د دوی د تندي حرارت درجه 1.5 درجې ته لوړه سوې وه، څیړونکي ډله متوجې سوه چې د دروغ ویلو پر وخت په حقیقت کې ، پوزه یو څه کوچنۍ کیږي.

د څیړونکو دې ډلې ویلي کله چې د پوزي د ګرمي حرارت کمیږي نو سمدلاسه پوزه هم کوچنۍ کیدلای سي، کله کله دا د انساني سترګو په تشخیص کې د توپیر له امله دی هم رامنځ ته کیږي

ډاکټر میلان د پوزي د کوچنی کیدلو په هکله دا ډول څرګندونې وکړې: په کوم  وخت کې چې  موږ د اضطراب او اندیښنې احساس کوو نو د پزې درجه تودوخه ټیټیږي  او د تندی  دا پورته کیږي

هغه ویلي دوی له محصلینو څخه په ګټه اخیستنې له هغوی څخه وغوښتل چې بیلابیل کارونه ترسره کړي په داسې حال کې چې هغوی په مجهزه انځوریزه د حرارت دستګاه باندې سمبال وو

د هغوی له کړنو څخه یوه دا وه چې له کورنۍ اودوستانو سره ۳ تر ۴ دقیقې مصروفه او یو داسې دروغ ووايي چې د پاملرنې وړ وګرځي، له هغوی سره د بحث په وخت کې دوی مجبوره وو، چې دروغ ووايي هم هغه سې وسو کله چې دوی دروغ وویل نو د پوزې حرارت يې کم او په کوچني کیدلو پیل وسو، په پوزه او تندي کې اغیزې ترسترګو سوې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.