The news is by your side.

که سلاکاران نه وايي ټرمپ د ایران پر تاسیساتو بریدونه کول

خبریال ویبپاڼه/ ټرمپ تیره اونۍ داسې حیرانوونکې پرېکړه کړې وه، چې کیدلای سي امریکا يې په یوه بله جګړه کې ښکېله کړې وای راپورونه وايي ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید پریکړه کړې وه خو سلاکارانو منعه کړی وو

د نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر امریکايي رسنیو راپورونه ورکړی چې ټرمپ پر ایران د برید امکان ارزولی خو دا برید نه دی ترسره سوی ټرمپ د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو سره یوځای د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د برید امکان ارزولی او په دې اړوند یې خبرې کړې دي

د امریکا دفاع وزارت کې د ټرمپ ملاتړو لا د هغه د واکمنۍ په وروستیو کې د داسې خطرناکو اقداماتوسره مخالفت ښودلی  او ویلي يې دي چې باید امریکا له داسې پریکړو په شا سي ځکه ښايي دا کړنه په سیمه کې د یوې نوې خونړۍ جګړې پیلامه سي

تراوسه مالومه نه ده چې ټرمپ ولې په داسې سردرد موضوعاتو باندې کار کوي د هغه د واکمنۍ یوازي دوه میاشتي پاتي دي خو نوموړی داسې پریکړي کوي چې حل ته يې د کلونو غوندي وخت اړتیا ده نوبیا ولې راتلوونکي دولت سردرد جوړوي؟

د ټرمپ په واکمنۍ کې د ایران او امریکا دوه اړخیزې اړیکي خورا خرابي سوې او ان داسې حالتونه هم راغلو چې هر شېبه کیدلای سوای چې امریکا پر ایران  پوځي برید کړی وای په دې وروستیو کې ایران د ټرمپ له خولې غورځیدلی وو، او په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو اخته وو، خو کله چې له ټاکنو وزګاریږي یوځل بیا يې ستونزې را ولاړې کړې او له ایران څخه د غچ اخیستلو په فکر کې دي تراوسه پوري ایران د امریکا د دې پرېکړې په هکله هیڅ هم نه دي ویلي خو داسې مالومیږي چې ایران د نویو هستوي  بټیو په جوړیدلو باندې بوخت دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.