The news is by your side.

ټرمپ سرتیري باسي خو ستاتوران اندېښنې لري

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله پاتي دوه میاشتنۍ دوره کې غواړي  چې په بیړنۍ توګه خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي چې دا پریکړه يې په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ سوې

د یوې ډلې امریکايي سناتورانو مشر مک کانل ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د سرتیرو ایستل له شرمه او خطرډکه پریکړه ده هغه له ټرمپ څخه غوښتي چې امریکايي سرتیري دي په داسې شرایطو کې له افغانستانه نه باسي

د هغه په خبره چې باید د عراق کړنه افغانستان کې تکرار نسي او داډول غیري منطقي پریکړي ترسره نسي ځکه ښايي افغانستان هم د عراق غوندي پکښي نوې ترهګرې ډلې جوړي سي هغه له ټرمپه غوښتي چې له خپلې پریکړې څخه دي په شا سي

دده په وینا له افغانستانه په عجولانه توګه د سرتیرو ایستل د امریکا او د هغوی متحدینو امنیت ته لوی ګواښ کیدلای سي

موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې تر ۲۰۲۱ کال پوري له افغانستانه خپل  ټول سرتیري امریکا ته ستنوي خو د نوموړي دا اقدام په حکومت دننه کې د چا خوښ نسو هغه په وروستۍ اقدام کې خپل د دفاع وزیر ځکه له دندې ګوښه کړ چې له افغانستانه د سرتیرو د ژر ایستلو سره مخالف وو.

ویل کیږي چې د امریکايي سرتیرو د ایستلو لړۍ روانه ده او ښايي ډیر ژر ډونالډ ټرمپ د ټولو سرتیرو د ایستلو اعلان وکړي یو شمېر امریکايي رسنیو راپورونه ورکړي ښايي ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه وتلي وي او ټرمپ به په نژدې ورځو کې د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو اعلان وکړي

تراوسه په افغانستان کې  امریکايي سرتیرو خپلې ډیر مهمې او لويي اډې خوشي کړې  یا يې له منځه وړې او یا يې هم افغان سرتیرو ته سپارلې خو تراوسه مالومه نه ده چې څومره سرتیري له افغانستانه وتلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.