The news is by your side.

د نړۍ ترټولو زياتې ښکلې مېرمنې په دې ۶ هېوادونو کې ژوند کوي

خبريال وېبپاڼه/ په نړۍ کې مختلف هېوادونه د بېلابېلو ځانګړتياو په درلودلو سره مشهور دي، په ځينې هېوادونو کې د نړۍ ترټولو اوږد قد لرونکي کسان ژوند کوي لکه هالنډ او ځينې بيا په دې مشهور وي چې په فوټبال کې لومړی نمبر وي ځينې بيا په کرکټ کې په لومړي قطار کې راځي او ځينې بيا د نړۍ ترټولو ښکلې مېرمنې لري چې په دې ليکنه کې موږ درته د همدې وروستۍ موضوع په هکله په زړه پورې معلومات راټول کړي دي.

هغه هېوادونه چې د نړۍ ترټولو زیاتې ښکلې مېرمنې لري

۱برازيل

دنړۍ له هغه هېوادونو څخه چې هلته ترټولو زياتې ښکلې مېرمنې ژوند کوي يو هم برازيل دی، ددې هېواد خلک يوه جادويي ښکلا لري چې دا ښکلا یې د نسلونو څخه نسلونو ته په ارثي ډول انتقال کېږي، د برازيليو مېرمنو ښکلا په نورو هېوادونو کې موندل یو ستونزمن کار دی، د انځور ماډلې هم ډېری له دغه هېواد څخه دي، ددې هېواد نجونې ډېری نري قهوي وېښتان لري، په اندام او بدن کې هم د نړۍ ترډېرو هېوادونو مخکې دي او په غوښو ډک يو بدن او اندام لري، ددې هېواد د نجونو یو بل متفاوت عادت چې دی هغه د فوټبال سره مينه ده، په نوره نړۍ کې تر ډېره نارينه د فوټبال سره زياته علاقه ښیي خو په برازيل کې بيا ښځينه هم تر نارينه کمې نه دي.

۲-روسيه

په دوهم نمبر کې هم روسیه ده، د روسانو نژاد په ښکلا کې په ټوله نړۍ کې نوم لري، ډېری روسي نجونې سپين تن، سره او قهويی وېښتان او لوړ قدونه لري، کولی شو بدون له افراط څخه دا خبره وکړو چې په روسيه کې بدرنګه نجلۍ پيدا کول يو څه دقت غواړي، ځکه مطلق اکثریت نجونې يې په ښکلا کې مثال نلري، په روسيه کې د ښځو په هکله یو بل د پام وړ خبر دادی چې دغلته د ښځینه و شمېر تر نارينه و شاوخوا لس میلیونه زيات دی، روسي مېرمنې ځانته د خاوند په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي، داسې چې ډېری روسي نجونې چې کله د اوړي يا دوبي په رخصتیو کې ترکیې او نورو هېوادونو ته ولاړې شي همغلته واده کوي، دا مسله دومره پراخه ده چې په ترکیه کې آنتالیا ته د روسي ناوې ګانو ښار کې ویل کېږي، ځکه دې ولايت ته چکر ته راغلو ډېری روسي نجونو د ترکانو سره ودونه کړي او اوس همدلته ژوند کوي.

۳-سلواکيا

سلواکیاهم له هغه هېودانو څخه ده چې نجونې یې په ښکلا کې په ځان ویاړي، ددې هېواد نجونې تر ډېره په لوړ قد مشهورې دي، ښکاره خبره ده چې په نارینه و کې د لوړ قد پيدا کول ګران دي بيا هغه مېرمنې چې قد یې لوړ وي تر نورو ډېرې خاصې دي، د سلواکیا ښځې بيا نه یوازې چې همدا خاص والی د ځان سره لري بلکې د ښکلا نور عناصر یې هم تر دې کم نه دي، ددې هېواد نجونې خام قهويي رنګه وېښتان لري شنې سترګې لري چې دا ددوی ښکلا يو په دوه کوي او د باقي نړۍ له نجونو څخه یې بېلوي.

۴-سويډن

په څلورم مقام کې بيا د سويډن مېرمنې ځای لري، سویډنۍ نجونې نه يوازې چې په ظاهري ښکلا کې نوم لري بلکې په معنوي اړخ کې هم د ستاينې وړ دي،‌ ددې هېواد نجونې ډېری د لوړ کلتور او فرهنګ سره اشنا دي، انساني مدنیت پکې لوړ حد ته رسېدلی او پوره درک او حوصله لري، که بیروني ښکلا ته یې راشو نو ويلی شو چې ددې هېواد نجونې لوړ قد لري چې دا يې په ښکلا کې د پام وړ رول لري، د لوړ قد هخوا په ددې هېواد نجونې رنګينې سترګې لري، ابي سترګې، تورې سترګې قهويي سترګې دا ټول په دوی کې موندل کېږي، د رنګينو سترګو واله په دې هېواد کې نجونې ټولې سپین تن لري، که څه هم پدې هېواد کې ځینې غنم رنګې او تور پوستې‌ نجونې ليدل کېږي خو هغوی ډېری د سویډن اصلي اوسېدونکي نه دي په دغه هېواد کې مېشت کډوال دي.

۵- ونزویلا

په پينځم نمبر کې هم په ډاډ سره د ونزیویلا يادونه کولی شو، که څه هم ونزویلا په دې وروستيو کې د سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ ده خو د موډ او سټايل په نړۍ کې یې نوم له پخوا پاتې شوی دی، ددې هېواد نجونې د لاتينې امريکا د نسل نجونې دي چې په ښکلا او اندام کې جوړه نلري، ددې هېواد ښکلې نجونې په ټوله نړۍ کې مشهورې دي، داسې چې د فوټبال په نړيوال جام کې خلک د لوبو څخه زيات ددوی سیل کوي، دا خبره مو د تېر نړیوال جام په اساس وکړه چې ددې هېواد ښکلې نجونې د خپل ملي ټیم د تشويق لپاره ميدان ته راغلې او خلکو ددوی څخه خپلې سترګې نشوې اخیستی.

۶-اوکراين

د ښکلا نوم چې يادېږي نوم د اوکراین نوم ورسره خامخا ذکر کېږي، د اوکراين هېواد نجونې خو يو ازاد او خوش طبعيته دي او بلې خوا يې ښکلا داسې ده چې انسان ته یو طبعي بېل والی او خاص والی ورکوي، ددې هېواد نجونې هم د روسي نژاد څخه دي، سپین تن، قهويي وېښتان او شنې سترګې يې ښکلا يو په دوه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.