The news is by your side.

خالد: د بهرنیو ځواکونو شمېر ښايي نور هم زیات سي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد نن ولسي جرګې ته د خپلو موخو او پلانونو وړاندې کولو پرمهال وویل چې بهرنیان له افغانستانه نه وزي او داسې احتمال سته چې شمېر يې نور هم زیات سي

هغه د افغان پوځ په رابطه خوشبیني څرګنده کړه چې  هغه اوس پياوړی او دا وړتیا لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي د خالد په خبره افغان پوځیان ۹۶ سلنه عملیات په خپله ترسره کوي هغه وویل بهرني ځواکونه د کمیدلو پرځای ښايي زیات سي

خو بل پلو داسې راپورونه ورکول کیږي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې  امریکایان یو په یو خپلې اډې خوشي کوي او ترې  وزي د راپورونو له مخې چې ټرمپ به ډیر ژر د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو اعلان وکړي خو د سرتیرو داسې وتل د امریکا په کور دننه کې له یو شمېر غبرګونونو سره مخ سو. سناتورانو له ټرمپه وغوښتل چې له افغانستانه دي په بیړنۍ توګه سرتیري نه باسي د یوې ډلې امریکايي سناتورانو مشر مک کانل ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د سرتیرو ایستل له شرمه او خطرډکه پریکړه ده هغه له ټرمپ څخه غوښتي چې امریکايي سرتیري دي په داسې شرایطو کې له افغانستانه نه باسي

د هغه په خبره چې باید د عراق کړنه افغانستان کې تکرار نسي او داډول غیري منطقي پریکړي ترسره نسي ځکه ښايي افغانستان هم د عراق غوندي پکښي نوې ترهګرې ډلې جوړي سي هغه له ټرمپه غوښتي چې له خپلې پریکړې څخه دي په شا سي

دده په وینا له افغانستانه په عجولانه توګه د سرتیرو ایستل د امریکا او د هغوی متحدینو امنیت ته لوی ګواښ کیدلای سي

د افغانستان د دفاع وزیر په داسې مهال دا څرګندونې کړې چې ناټو هم په یوه تازه بیان کې ویلي چې د خپلو سرتیرو شمېر په افغانستان کې کموي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.