The news is by your side.

د پولیسو د تشکیل زیاتوالی او په کور ناست زرګونه خیالي سرتېري

خبریال وېپاڼه/ په داسې حال کې چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې «سیګار» د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي پولیسو او سرتېرو پر موجودیت بیا بیا اندېښنه ښودلې ده، د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې د پولیسو په تشکیل کې زیاتوالی راولي.

څه موده وړاندې سیګار راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د زرګونه خیالي سرتېرو په نوم معاش اخیستل کېږي.

دې ادارې د امریکا له دفاع وزارت په یوه لیک کې غوښتي و، تر څو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو او پولیسو د حضور په اړه وضاحت ورکړي.

کورنیو چارو وزارت د سیګار یاد راپور رد کړ او ویې ویل، چې له دوو کلونو راهیسې پر دې شکایتونو کار شوی او اوس په دې هکله څرګندونې بې ځایه دي.
د یاد وزات ویلي وو، چې اوس مهال له ۸۷ سلنې څخه ډېر پولیس ډیټابیس ته شامل شوي، نو ځکه په یې خبره د خیالي پولیسو ادعا نا سمه ده.

کورنیو چارو وزارت سربېره پر دې چې هغه وخت د سیګار راپور ناسم وباله، بلکې تازه یې د پولیسو په لیکو کې د زرګونه سرتېرو د جذبولو خبر ورکړ.

د یاد وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې د نوې ستراتيژۍ له مخې به د پولیسو لیکو ته ۱۵زره نور سرتیري جذب شي.

ښاغلي اندرابي چې د ولسي جرګې غړو ته خپل کاري پلانونه وړاندې کول وویل، د پولیسو په تشکیلاتو کې زیاتوالی د خلکو له جدي غوښتنو څخه دی او په وینا یې، د ۱۱زره کسانو د تمویل په تړاو ابتدايي توافق له نړیوالې ټولنې سره شوی دی.

د سیګار د راپور په اساس شاوخوا ۱۵۰زره کسان د افغانستان د پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د زیاتوالي خبره کېږي، چې لا هم د زرګونه خیالي پولیسو په نوم معاشونه اخیستل کېږي او په دې تړاو جدي اندېښنې موجودې دي، خو ښاغلي اندارابي ډاډ ورکړی، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ په لا چټکه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.