The news is by your side.

پاکستان د اسرایلو د رسمیت پیژندلو په درشل کې

پاکستان د اسرایلو په رسمیت پیژندلو په درشل کې

خبريال وېبپاڼه/ په ښکاره پاکستان يو له هغه محدود شمېر هېوادونو څخه دی چې اسرایل په رسمیت نه پېژني، ددې هېواد په پاسپورټ کې په ښکاره ليکل شوي چې ددې پاسپورټ درلودونکي اسرايل ته سفر نشي کولی، خو اوس تازه داسې ګنګوسې خپرېږي چې ګواکي پاکستان غواړي په یو داسې لاره اسرايل په رسمیت وپیژني چې ځان پکې ډېر ملامت ونه وبولي.

دا ګنګوسې په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې وړاندې مطلق اکثریت پاکستانيو چارواکو په رسمي ډول د اسراییلو د پېژندنې څخه انکار کاوه، يانې ددې هېواد پخوانيو چارواکو په هېڅ شرط د اسراییلو په رسمیت پېژندل نه منل، خو اوس د عمران خان تازه څرګندونو خلک مشکوک کړي دي چې ګواکي په دې خبرو کې د اسرایلو د په رسميت پېژندلو لپاره ځينې اشارې ورکړل شوې دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې په پاکستان باندې امريکا بې ساری فشار وارد کړی دی ترڅو اسرايل د يو خپلواک هېواد په توګه وپيژني خو دی مقاومت کوي او دا خبره یې تراوسه نه ده منلې، خان د نورو پاکستاني حکمرانانو غوندې په مطلق ډول د اسرایل په رسميت پېژندل نه رد کوي او شرط ږدي، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي دی به تر هغه اسرايل په رسمیت ونه پېژني چې ترځو امریکا د یو مستقل فلسطین په هکله ډاډ ورنکړي.

د عمران خان د خبرو نازک تارونه

لکه څنګه چې پورته مو وويل عمران خان اوس په مطلق ډول د اسرايلو د په رسميت پېژندو سره مخالفت نکوي بلکې په مشروط ډول راضي دی چې اسرایل د یو رسمي هېواد په توګه وپیژني، دا خبره عمران په ښکاره پخپله هم وکړه خو د هغه له خبرو ښکاري چې هغه په دې مشروط والي کې هم جدي نه دی، یانې په لنډو وختونو کې دا خبر اورېدل چې پاکستان اسرایل په رسمیت وپېژانده ډېر د حيرانۍ وړ نه دی.

خان وايي که امريکا د یو مستقل فلسطین په هکله ډاډ ورکړي نو بيا به دوی اسرايل په رسمیت سره وپېژني، د ډاډ څخه د خان مطلب څه دی، دا به څه ډول ډاډ وي، پاکستان ته به وعده ورکول کېږي چې فلسطين به يو خپلواک هېواد شي او که بل څه، امريکا پخپلو نړیوالو پرېکړو کې معاهدې او تړونونه نه مني او بابېزه يې ګڼي نو عمران ته یو ډاډ به څه ارزښت ولري، امريکا به په يوه ډاډ څومره ودرېږي، عمران خان هم په دې پوهېږي چې امريکا هېڅکله پخپله وعده کې ریښتینې نده، خو دی هم هسې دا ډاډ يوه بهانه کوي ترڅو د اسرایلو په رسمیت پېژندلو ته یو داسې مشروعیت پیدا‌کړی چې خلک ورباندې ارامه کړي.

تر دې وړاندې ګڼ داسې راپورونه ورکول شوي دي چې پاکستان او اسرايل د پردې شاته قوي اړيکې لري او د يو بل سره په ډېرو ګډو پروژو او مسلو کار کوي، خو دا ځل د‌ عمران له خبرو څخه داسې ښکاري چې پاکستان د اسرایئلو سره د ښکاره اړيکو غوښتونکی دی، څو مياشتې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات ويلي و چې د اسراييلو د رسمي پېژندلو هېڅ وړاندیز او هېڅ ډول شرط ورته د منلو نه دی، خو اوس بیا عمران د اسراییلو په رسمیت پیژندل مشروط کړل، د خان په خبره چې د اسراییلو په رسمیت پېژندل له دې سره تړاو لري چې اسرايل عرب برخې يانې فلسطين ته انصاف ورکړي.

پاکستان په داسې حال کې د اسرایلو د رسميت په هکله خپل دريځ نرموي چې لنډه موده وړاندې ځينې عربي هېوادونو د اسراییلو سره د سولې تړونونه لاسليک کړل او اړيکې یې ورسره نورمالې کړې، عربي متحده اماراتو، بحرین او سوډان تازه د اسراییلو سره خپلې اړيکې ټينګې کړې، ددوی څخه وړاندې مصر او اردون هم د اسراییلو سره د سولې تړونونه کړي و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.