The news is by your side.

خالد: لا هم پاکستان له کوټې او میرانشا د جګړې پیغامونه رالېږي

خبریال وېپاڼه/ د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، لا هم طالبان په کوټه او میرانشاه کې مرکزونه لري او پاکستان له هغه ځایه افغانستان ته د جګړې پیغام رالېږي.

د ملي دفاع وزیر نن ولسي جرګې ته د رایې اخیستنې په موخه د خپلې برنامي د وړاندې کولو پر مهال وویل، د تروریستانو روزنیز مرکزونه په پاکستان کې دي، هلته روزل کېږي او په افغانستان کې تروریستی بریدونه د دغه هیواد په خاوره کې پلان او بیا ترسره کیږي.

د ملي دفاع وزیر دغه راز وویل، اوس ۹۶ سلنه عملیات د افغانستان پوځ کوي او څلور سلنه مرسته امریکایي ځواکونه د هوایي بریدونو له لاري کوي.

نوموړي زیاته کړه، په قطر کې د طالبانو سره مذاکرات د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو د مخنیوي سبب وګرځېدل او په وینا یې، طالبانو د قطر دفتر څخه په ګټې اخیستنې یو پلو ته د سولې او اوربند خبري کولې بل پلو ته یې په هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کول په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د مذاکراتو لپاره د دفاع په حالت کې وو.

د ملي دفاع وزیر داسې مهال د پاکستان خلاف څرګندونې کوي، چې له دې مخکې په وار وار ویل شوی وو، چې پر پاکستان باور نه دی په کار او د هغه هیواد چارواکی افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه ریښتینې همکاری نه کوی.

دوې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مشري غونډه کې لاریون والو هم پاکستان په افغانستان کې جګړې ته په لمن وهلو تورن کړ.

لاریون والو زیاته کړه، چې پاکستان له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او تل د افغانستان د سولې خبرو کې لاسوهنه کوي، تر څو د بین الافغاني خبرو اترو د پيل مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت لخوا د پښتنو پر وینه سیاست پیل شوی  او په وینا یې دوی فکر کاوه، چې د افغانستان پر وړاندې به د پاکستان دریځ بدل شي، خو هغوی پر خپلو کړنو کلک ولاړ دي او افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

په داسې حال کې د ملي دفاع وزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ لخو پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور ته په لمن وهلو تورن کېږي، چې ټاکل شوې ده، دوې ورځې وروسته د پاکستان صدراعظم د یو پلاوي په ملتیا د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راشي.

که څه هم کابل هیله ښودلې چې د عمران خان سفر به د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره موثر تمام شي، خو د افغانستان په باب د پاکستان اراده کې هیڅکله مثبت بدلون نه دی راغلی او هیڅ تمه ترې نه شي کېدای.

ځکه کله چې په دوامداره توګه د سولې خبرو په درشل کې په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې د پاکستان په خاوره کې پلان شوي بریدونه ترسره کېږي، ولسوالۍ سقوط کېږي، د جګړې لمن تر لویو ښارونو پورې رسېږي، نو په دې صورت کې به د افغانانو غبرګون څه وي، ایا بیا هم پاکستان ته د دوست په سترګه ګوری او که د دوښمن په سترګه؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.