The news is by your side.

محسن داوړ پښتانه زدکړو ته را وبلل

خبريال وېبپاڼه/ د پي ټي اېم مخکښ غړي محسن داوړ د پښتنو د ميرانشا غونډې ته پخپله وينا کې يوه داسې ټکي ته اشاره وکړه چې د پښتون نجات پکې پروت دی، داوړ د افغانستان او پښتونخوا پښتنو ته پخپل خطاب کې ددې ځوریدلي قام د سولې د ارمان د مبارزې په تګلاره خبرې وکړې، پښتانه لسيزې کېږي کله د یو قدرت کله د بل قدرت او ظالم په وړاندې مبارزه کوي، خو ډېر کله یې دا مبارزه ددې سبب شوې ده چې تاوان تر ګټې ډېر شي، پښتانه سولې ته ونه رسېږي او نور هم د جګړې او نفرت اور خور شي.

لسيزې وروسته د علم او عقل نارې
تراوسه چې پښتنو کومې مبارزې کړې دي البته چې پدې کې بريالۍ مبارزې هم وې، خو تر ډېره پښتانه پخپلو مبارزو کې بريالي نه و، دا مبارزې به ددې سبب شوې چې د پښتنو په سیمو کې نور ظلم ته هم لاره هواره شي، د مثال په ډول کله به چې په پښتونخوا کې پښتنو د پاکستان د ظلمونو څخه د خلاصون لپاره شدت پسنده لاره وټاکله نو د پاکستان پوځ ته به بهانه په لاس ورغله او دا ټول پښتانه به يې د يوه سره وژل، داسې هم نه وه چې پښتنو به يو ناڅاپه وسلې ته لاس کولو، بلکې دوی به د سوليزې لارې خپل حقوق غوښتل خو د پاکستان پوځ به ورباندې شدت کاوه او دوی به یې دې ته هڅول چې دوی هم د شدت لار وټاکي.

خو اوس د پي ټي اېم مخکښ غړي محسن داوړ په ښکاره ټولو لر او بر پښتنو ته دا سپين وويل چې که لر او بر افغان د ظلم او جبر په وړاندې مبارزه کوي نو د مبارزې تګلاره به یې په علم او عقل ولاړه وي، په پښتنو کې لسيزې د عقل وژنې ته کار شوی دی، د مختلفو رواياتو په واسطه پښتنو ته عقل لومړی دښمن ښوودل شوی دی، لسيزې وروسته نن پښتنو ته دا يو څه واضح شوه چې که د عقل په بنسټ حرکت ونکړي نو تل به د ظالمانو تر جبر او ظلم لاندې بنديوان وي.

داوړ پښتون قام ته پخپل خطاب کې وويل چې هر پښتون باید د علم او عقل په وسله سمبال وي، هغه که د لر پښتون دی او که د بر، د مبارزې لاره به یې د عقل او علم له لارې سره ټکر نلري، بلکې که مبارزه کوي نو خامخا به ورسره عقل، علم او سياسي شعور شتون لري.

پښتانه بدون د علم او زده کړې بله لار نلري
تاريخ ګواه دی چې د سوکاله او ازاد ژوند لپاره يوازې زړورتيا او جرت بسنه نه کوي، بلکې عقل او علم هغه عناصر دي چې نه يوازې د يوه قوم سره د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي بلکې ددې ازادۍ او سوکالۍ په ساتلو کې هم ورسره مرسته کوي، پښتانه ډېر کله په دې بريالي شوي چې د نړۍ ترټولو ستر ظالمان او فرعونان په ګونډو کړي خو بيا بېرته همدا پښتانه ددې الت شوي چې پخپله د خپل ټول دربار د ړنګېدو سبب شي.

ددې لپاره ښه مثال د غازي امان الله خان او داود خان ژوند او دوره یادولی شو، داود خان هغه څوک و چې په افغان انسان یې په سعودي عرب کې مزدوري نه لورېده ځکه ويل یې چې هلته ګرمي ډېره ده، خو د يوې ډلې ناپوهه‌ افغانانو په هغه باندې پخپلو وینو کې لمبېدل ولورېدل، غازي امان الله هم ښه مثال دی، اخيستل شوې ازادي وه، هرڅه آرام شوي و، دولت هر قدم د افغان انسان د ارامۍ او ښه ژوند لپاره اخيست، ټول پلانونه د ښه ژوند او ښه اقتصاد لپاره و، پيسې په‌ جګړه نه بلکې د افغان انسان د ښه ژوند لپاره مصرف کېدلې، ددې هرڅه سره سره بيا هم همدا افغان انسان د پردیو د پروپاګند ښکار شو او د خپل غازي په خلاف ودرېد.

ددې ټولو څخه دا زده کولی شو چې محسن داوړ نن د نښې منځ وويشت، هغه په ډاګه کړه چې د مبارزې لپاره به د پښتنو رهبر علم او‌ عقل وي نه ټوپک او توره، ټوپک تر نن پورې افغان انسان ته صرف دا ورکړل چې د يوه ظالم له تسلط څخه خلاص شي او د بل تر تسلط لاندې راشي.

اوس پکار ده پښتانۀ د داوړ په دې خبره ښه ژور سوچ وکړي، هره خوا یې وسنجوي، د دښمن په وړاندې کلک دریځ ونيسي چې د هغه د پارونو ښکار به نه کېږي او پخپله لاره کې به تل پرېکړه د عقل او علم په بنسټ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.