The news is by your side.

ولسي جرګه یې ملیشه جوړول بولي؛ لسو نورو ولایتونو کې د امنیتي تړون طرحه عملي کېږي

خبریال وېپاڼه/ په داسې حال کې چې د ولسي جرګې  یو شمېر غړیو ادعا کړې وه، د افغان حکومت لخوا د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي تړون طرحه د ملیشو جوړول دي، د جمهوررئيس محمداشرف غني د سپارښتنې پر اساس د کابل ترڅنګ په لسو نورو لویو ولایتونو کې هم د امنیتي تړون طرحه عملي کېږي.

د جمهوررئيس غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د ورځنۍ شپږ نیمو بجو غونډې اعلامیه کې ویل شوي، په کابل کې د امنیتي تړون طرحې موثریت ته په کتو به د هېواد په لسو نورو کې هم د امنیتي تړون طرحې د عملي کولو چارې پيل شي.

د امنیتي تړون برنامه د جرمونو د مخنیوي لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډې همکارۍ له مخې رامنځته شوه، چې له مخې یې د ټولنې بېلابېل اقشار(هټۍ‌وال، زده کوونکي، زده‌کړیالان، د ګذر وکیلان…) د امنیت په ټینګښت او د معلوماتو په ورکولو کې امنیتي مسوولینو سره مرسته کوي.

که څه هم چارواکي وايي، د دې پلان په عملي کېدو سره په کابل کې د جرمونو کچه راټیټه شوې ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري، خو له پلازمینې کابل څخه هره ورځ د جنايي پېښو او چاودنو راپورونه ورکول کېږي.

پر امنیتي تړون د ولسي جرګې نیوکې

د دې طرحې له طبیق څو میاشتې وروسته د د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ادعا کړې وه، چې افغان حکومت غواړي د دې طرحې له مخې ملېشې جوړې کړي.

د دوی په خبره، د امنیتي تړون د عملي کولو په چوکاټ کې حکومت له خلکو او سیمه‌يیزو ځواکونو څخه په استفادې کولی شي چې د تروریستانو پر ضد د جنګ جبهه پیاوړې کړي.

د ولسي جرګې رئيس میر رحمان رحماني ویلي و، د امنیتي تړون طرحې د خلکو او سیاستوالو جدي اندېښنې راپارولي دي، ځکه په وینا یې دا طرحه په هېواد کې د ملیشو جوړول رامنځته او پیاوړې کوي او د افغانستان خلک د ملیشو له جوړولو څخه ښه خاطره نه لري.

افغان حکومت له دې وړاندې هم د خپلو وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره د ولسي پاڅون‌کوونکو، سیمه‌ييزو پولیسو او سیمه‌ییزې اردو په نوم پروګرامونه تطبیق کړي چې په ځینو مواردو کې یې په اړه انتقادونه شوي دي.

اوس به معلومېږي، چې له کابل وروسته په لسو نورو ولایتونو کې د امنیتي تړون برنامه به د امنیت ټینګښت وي او که د ولسي جرګې د ځینو غړیو په خبره د ملیشو جوړول؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.