The news is by your side.

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

خبريال وېبپاڼه/ هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي.

د انسان په بدن کې ګڼ هورمونونه موجود دي خو ځینې یې بنسټيز دي، د ژوند د حياتي کړنو لپاره مهم دي، مطلب بدن ځينو هورمونونو ته تر نورو ډېره اړتیا لري، په دې هکله یوه بله د پام وړ خبره داده چې ځينې هورمونونه یوازې انساني بدن تولید کولی شي او د بیرون څخه تقويه او اخيستل یې امکان نلري، دا ډول هورمونونه نو بیا خپل ارزښت بې ساری کوي او پکار ده چې ډېره زياته پاملرنه ورته شي.

د نارينه د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون
هورمونونه زموږ د بدن د بېلابېلو غدو څخه افراز کېږي، په بدن کې يو د مهمو هورمونونو څخه يو هم د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون دی، دا هورمون د انسان په بدن کې د انسان هګۍ توليدوي، که څه هم د پښتورګو د سر غدې هم په کمه کچه دا هورمون توليدوي خو بنسټيز او زيات تولید یې په هګيو کې کېږي.

ټېسټېسټېرون زموږ په بدن کې بېلابېلې دندې لري، ترټولو مهمه دنده يې د انسان د جنسي ژوند دوام دی، ټېسټېسټېرون د يوې خوا د انسان د ګډ ژوند لپاره اړین دی د بلې خوا د بدن د هډوکو او عضلاتو د ودې لپاره هم ډېر زيات ارزښت لري، هغه نارينه چې د ټېسټېسټېرون کیفیت خراب وي نشي کولی د اولاد څښتن شي او ګډ ژوند یې هم‌ د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د ټېسټېسټېرون هورمون د کمېدو سببونه
تراوسه پورې په دې هکله محدود معلومات د سائنس په ټولنه کې موجود دي، خو همدا محدود معلومات موجودې ستونزې حل کولی شي، د جنسيت هورمون يا ټېسټېسټېرون په هګیو کې توليد‌ کېږي نو په هګیو کې رامنځته کېدونکې ستونزه په مستقيم ډول په ټېسټېسټېرون تاثیر کوي.

کله چې د يوه نارينه هګۍ د ډېر وخت لپاره ګرمې وي نو د ټېسټېسټېرون کميت او کيفيت دواړه یې خرابېږي، دا کېدی شي له دې کبله وي چې يو کس په ډېرو ګرمو اوبو حمام کوي او په حمام کې زيات وخت تېروي او یا هم کېدی شي تنګې جامې لاندینۍ جامې اغوندي او یا هم په يوه ګرمه کوټه کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدل وي.

د هګيو ځینې ناروغۍ هم ددې سبب کېږي چې نارينه د خپل جنسيت د هورمون ټېسټېسټېرون کیفیت له لاسه ورکړي، د پروستات التهاب هم ډېر کله ددې سبب کېږي چې د نارينه د جنسيت د هورمون په تولید کې کم والی رامنځته شي او د نارينه و د منيو کيفيت خراب شي.

ډېر زيات چاغښت هم ددې سبب کېږي چې زموږ په بدن کې د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون کم شي، هغه کسان چې د شکر ناروغي لري او ورسره چاغ هم وي نو بيا یې د سپرمو يا منيو کيفيت ترټولو خراب وي، دا ډول کسان بيا ترټولو ډېر ددې ستونزې سره مخ کېږي چې خپله مېرمن نشي حامله کوی او بې اولاده پاتې کېږي، نه يوازې چې بې اولاده پاتې کېږی ګډ ژوند یې هم د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي ځکه چې نارينه د کوروالي نورمال شوق له لاسه ورکوي او يو ډول ځان ورڅخه غړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.