The news is by your side.

له دې ۵ ډوله مېرمنو سره اصلاً واده مکوئ

خبريال وېبپاڼه/ واده چې د ګډ ژوند پيل دی انسان یې په ډېر ارمان تر سره کوي، په دنيا کې دا قانون چې هرشی ځينې ښه او ځينې نه خوښونکي خواص هم لري، د واده لپاره هم مشروع دی، د واده کولو سره که د يوې خوا ژوند يو څه ښه کېږي د بلې خوا سختېږي هم، وروسته له واده انسان تر فردي فکر ډېر بايد ګډ فکر ته ارزښت ورکړي، مخکې له واده کېدی شي د شرايطو په اجازه چې څه موږ خوښه وي کول مو خو وروسته له واده مجبور یو د خپل ژوند د‌ ملګرې په هکله هم فکر وکړو.

په دې ليکنه کې درته د واده لپاره د مېرمنې ټاکلو په هکله درته مهم او ارزښتمن‌ معلومات وړاندې کوو.

•- مخکې له دې چې د يوې مېرمنې سره واده‌ وکړئ نو د مېرمن په دې مزاج حتماً ځان پوه‌ کړئ چې د پيسو ښکاري ده او که نه، هغه مېرمنې چې ټول فکر یې په پيسو کې وي يا ددې لپاره ستاسې سره واده کول غواړي چې مالي وضعيت مو ښه دی ځینې نښې نښانې لري چې تاسې په اسانۍ له هغه څخه پېژندلی شئ، مثال که ورڅخه پوښتنه وکړئ چې د ډوډئ لپاره کوم ځای ته ولاړ شئ نو د ښار ترټولو قيمتي مارکېټ او‌ مغازه ټاکي، تل د مشهورو کمپنيو د توليداتو په هکله خبرې کوي او غواړي همغه ډول شی ورته واخلئ.

•- دوهم ډول مېرمنې چې واده کول ورسره د زمري زړه غواړي خودخواه ښځې دي، دا ډول مېرمنې تل د ځان په هکله فکر کوي، يوه ذره فداکاري او درک نلري، په هره مسله کې ستاسې څخه مطلقه بريا غواړي، حتی تاسې مجبوره ياست چې ددې په هکله تل متوجه اوسئ او که یې د خپلې بې پروايی له کبله هم ځانته ناخوښ څه وشي څه زیان وويني نو تاسې به ملامتوي.

•- د هغه مېرمنو څخه هم خدای ته پناه وروړی چې وايي صرف ستا لپاره ژوند کوم، دا په لومړيو کې تاسې ته یوه جذابه جمله ښکاري، تاسې فکر کوی د يو چا د ژوند په مرکز کې ځای لرئ خو وروسته وروسته پوهېږئ چې دومره هم جذابه خبره نه وه، بلکې دا مسله لږ وروسته تاسې غرقوي، يانې خپله هر کار خپله هر حس په تاسې تسکين کوي او دا بلاخره وروسته ستاسې نفس تنګوي.

•- يوه بله کټګورۍ مېرمنې چې واده ورسره کول په خپل سر لوی غم اخيستل دي هغه ډېرې شکايت کوونکې مېرمنې دي، دا ډول مېرمنې د زغم قوت نلري، په ډېره کوچنۍ مسله هم شکایت کوي، پخپله د ستونزې د حل لپاره کوم فکر نلري او نه یې هم کوي، خو شکایت بيا ترټولو لومړی کوي، نه يوازې چې تل شکایت کوي بلکې هېڅ شی یې نه خوښېږي، په هرڅه هره ورځ بدلون غواړي او بلاخره تاسې ستړي کوي.

•- ځينې مېرمنې داسې دي چې د مور رول ادا کوي، یانې ټوله ورځ خپل خاوند ته نصيحت کوي ټوله ورځ په هر شي چې خپل فکر بيانوي، په هرڅه کې يوه سپارښتنه او يوه توصیه لري، دا ددوی عادت وي په ځان کنټرول نلري د مشورې او نصيحت ترمنځ توپير نشي کولی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.