The news is by your side.

غني د عمران خان لپاره ټول کابل رخصت کړ

خبریال وېب پاڼه/ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر خپرولو سبا پنجشنبه په ټولې پلازمېنه کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رخصتۍ لامل د ټرافیکو د ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی په ګوته کړی.

خو پلازمېنې کابل کې د حکومت له لوري رخصتۍ عمده لامل سبا کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان رسمي راتګ دی.

حکومت وار له مخه د عمران خان د راتګ مراسمو ته تابیاوې نیولې وې او ځای ځای یې د پاکستان بیرغ هم ځړولی وو.

د افغانستان د ولسمشر اخلاص مو ولیدلو؟

د د ښمن هېواد پاکستان د لومړي وزیر چې په پاکستان کې په بې اختیاره او د پوځ په لاس پوڅي‌ وزیر اعظم مشهور دی، د هغه لپاره یې ټول کابل کې رخصت اعلان کړی.‌

ډېر شرم دی چې د واک د غځولو لپاره یو کس او پر هغه راڅرخېدلي تر هره بریده مخکې تلی شي.‌

د پاکستان پوځ او حکومت ټول عمر د افغانستان د خاورې او خلکو دنابود کولو لپاره ډول ډول سازشونه جوړ کړي، د روانې جګړې تر ټولو لوی حامي دی، خو افغان حکومت اوس هم ورسره خوږ خوږ کیږي.

د پاکستان د دومره شیطانت او منافقتونو پر وړاندې افغان حکومت خپل دریځ بدل نه کړو، سخت یې نه کړو بلکې نور یې هم نرم او خوږ کړ چې اوس د دوښمن هېواد چارواکو ته دولتي او غیر دولتي ادارې او عمومي کابل رخصتوي.

تر اوسه به تاسې داسې کوم هېواد نه وي لیدلی چې د بل هېواد او ځانګړې توګه د یو ښکاره نوښمن او منافق هېواد د چارواکو ورتلو ته رخصتي اعلان کړي، خو افغان حکومت یې اعلانوي.

حکومت غواړي په دې سره ځان پاکستان ته نزدې کړي، حالانکه پاکستان ته د نزدې کېدلو هېڅ ګټه نه شته، څومره چې ور نزدې کېږې او خوږېږې هومره به دې خوري، که حکومت د پاکستان او د پاکستان ته ورته هېوادونو پر وړاندې خپل خوږ دریځ تریخ نه کړي، همداسې به د خلکو له سترګو وغورځیږي او خپل لږ ساتلی محبوبیت به نور هم په سیند لاهو کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance