The news is by your side.

د مرګ خوا ته یې ټیل وهي؛ د پاکستان په وجود کې دماغي سرطان پیدا شوی

خبریال وېپاڼه/ په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو غورځنګونو د پناه ځایونو د موضوع په ارتباط، په دې نژدې وختونو کې د پاکستان یو شمېر چارواکو د هند په مرسته په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو خبرې پیل کړې دي.

له دې ډلې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي، چې هند په دې وروستيو کې د افغانستان په مرسته په پاکستان کې لاسوهنې زياتې کړې او اوس پر دې کار کوي چې څو وسله‌والې ډلې سره يو ځای او په پاکستان کې د جګړو نوی فصل پرانېزي.

د ده په خبره، هندي استخبارات په دې سربېره، اوس غواړي د پاکستاني داعش په نامه هم په پاکستان کې يوه بله وسله‌واله ډله جوړه کړي، چې يوازې پاکستانيان به وژني.

په ظاهره داسې ښکاري چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اوازو پاکستان بیا دې ته هیله من کړی دی چې په خلاصه پښه به په افغانستان کې خپلي مداخلې کوي. دا چې پآکستان په افغانستان کې د امریکایانو د وتلو وروسته د سیاسي خلاء رامنځته کیدو ته هیله مند کړی دی، ستر رول د افغان دولت کمزوره داخلي او بهرنی سیاست دی، تر څو چې زموږ پر دولت ولس راټول نه وي او دولت د ولس د صادقانه چوپړ پر ځای د هغوی د تیر ایستلو پالیسي پر مخ بیایي طبعي خبره ده چې بهرني دولتونه به په ګران هیواد کې د مداخلې امکاناتو ته هیله من کیږي. دا چې امریکایي ځواکونه وځي خود به ایران، پاکستان، چین، روس او نور ګاونډي دې سیمي ته خپل د نفوذ د راغزولو خوبونه ویني.

خو رابه شو د پاکستان هغه تش ډول، ادعاوو او د هغوئ حقایقو ته:

پآکستان وایي چې افغانستان د هند په مرسته د دوی په ټکو بلوچ بیلتون پال او پاکستاني طالبان تقویه کوي، دلته یو فکر چې خپله پاکستانیانو ته پیدا شوی هغه دا دی چې افغان حکومت فقط په ښارونو باندي حاکم دی او د پاکستان سره پوله لرونکې زیاتره سیمې د طالبانو په تصرف کې دي. هغه طالبان چې د پاکستان د نظامي استخباراتو په مټ اکمالیږي او زخمیان یې د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کیږي. هغه طالبان چې د ډیورینډ دواړو خواوو ته د بلوڅ او پښتنو قبایلي سیمو کې پراخ خو غیر رسمي نفوذ لري.

د پاکستان سیاستوال ولې د پاکستان فوج او فوجي استخباراتو څخه مرسته نه غواړي چې د طالبانو په مټ د دې بیلتونپالو مخه ونیسي د بلي خوا افغان حکومت چې حتا پر خپلو اطرافي سیمو یې کنټرول د لاسه ورکړی دی، څنګه به وتوانیږي چې پاکستان ته د هغه په خاوره کې سر دردی پېښ کړي؟

پاته شول د پاکستان د طالبانو موضوع، د پاکستان د طالبانو د تحریک روحاني پلار مولانا سمیع الحق د اسلام آباد په مصئونه ساحه کې په چړو وژل کیږي او پایڅوړ یې بیا وایي چې د سمیع الحق غچ موږ په افغانستان کې واخیست. اوس که مولانا په امریکایي ډرون وژل سوی وای، یا د اسامه په شان کومو پټو امریکایي عملیاتو کې وژل شوی وای دا خبري به یې پر ځای وای. دا چې پلار مو د آی ایس آی په خوندي ځای (Safe house) کې وژل کیږي تاسې یې پر امریکایانو ور اړوئ، ایا بې انصافي نه ده؟ هغه په پښتو کې متل دی چې وهم دي چیري او ډب دي چیري خیژي.

 دا د پاکستان ملایان ولې په افغانستان کې د خپلو بریاوو راپور وړاندي کوي؟ دوی باید په پاکستان کې د خپلو لاسته راوړنو خبرې وکړي چې د پاکستان په آیین کې یې د اسلامي شریعت ته ځای ورکولو په برخه کې څه کړي دي؟ د پاکستان په تعلیمي نصاب کې یې اسلامي تعلمیاتو ته څومره ځای ورکړ او دا د سیکس پر کاروبار باندې د بندیز لګولو په برخه کې څه لري؟ مشرف څنګه د لال مسجد غمیزه درڅخه هضم کړل اوس هم د سزا خلاص شو او مظلوم هم معرفي شو؟ وروره تاسې ولې په افغانستان کې د اسلام غم کوئ. د اخرت په ورځ که پوښتنه درڅخه کېده د پاکستان د اسلام او مسلمانانو په اړه به درڅخه کیږي، هغه متل دی چې خپله مي ویجاړه، زه د بل پر در ولاړه.

په پاکستان کې د هند د مداخلې

 دا به د یوه ګړي لپاره درسره ومنو چې افغانستان په بلوچستان کې د هند پروژې عملي کولو پلانونه لري، خو د پاکستان فوج باید دا جواب ووایي په هغه شپو کې چې د هند طیاره پاکستان ته را اوښته او بیا راغورځول کېدل او ژوندی نیول شوی پیلوټ یې بېله ځنډه بیرته هند ته ورسپارل کیدی، تر هغه وروسته د اسلام آباد په بازارونو کې د هند افراطي ډلو بینران ځوړند ولیدل شول. تر ننه پوري معلومه نه شوه چې هغه اسلام آباد چې د پاکستان نظامي رهبري مغز او آی ایس آی د عالي رهبري هستې لخوا یې اینچ اینچ څارل کیږي، هندو افراطیون څنګه وتوانیدل چې خپل شعارونه هلته نصب کړي. دا پېښه او په کارګل کې د پاکستان د اردو شرمنده ماته دا ښیې چې په پاکستان کې د هند د مداخلې اور د پاکستان د خپله ځانه بل دی. په هندي کشمیر کې د کشمیري جهادي سازمانونو داسي مشران د هندي ځواکونو له خوا یا ونیول شول یا ووژل شول چې دا دیرش و څلویښت کاله هلته په وسلواله مبارزه بوخت وه. دا ټوله واقعات دا څرګندوي چې یا خو د هند استخباراتو د پاکستان په نظامي رهبري کې پراخ نفوذ کړی دی او یا هم د هغه بهرنیو کړیو خواخوږي د پاکستان په نسبت د هند سره زیاته شوې ده چې د دواړو هیوادونو پر واکمنو کړیو (ایسټمبلشمنټ) باندې مستقیم نفوذ لري. د جنرال پرویز مشرف جنایتونه او بیا په کامیابي سره د پاکستان د عدلي سیسټم څخه د هغه خلاصون، د پاکستان د اټومي ساسینسپوه (ډاکټر عبدالقدیر خان) د هیواده ایستل دا جوتوي چې د پاکستان په خپل وجود کې دماغي سرطان پیدا شوی دی چې پاکستان تدریجي مرګ خوا ته ټیل وهي.

افغانان په خپل غم اخته دي، نه یې پام دې ته شته او نه دا توان لري چې د پاکستان په خاوره کې استخباراتي مداخله وکړي. زموږ مشوره پاکستانیانو ته دا ده چې څوک درته ووایي غوږ مو سپي یووړئ تاسي باید لمړی خپل غوږ وګورئ چې رښتیا وړل شوی دی او که نه. په غالب ګمان کیدای شي چې داغه کړیو پاکستان پر هند پلورلی وي چې د پاکستان د تخریب په اړه د هند او افغانستان د یارانې اوازې خپروي. که نه کابل او اسلام آباد خو یو بل ته دومره سره نژدې دي چې په پاکستان کې یوه عاجله سیاسي غونډه جوړیږي د کابل مطرح بانفوذه څهرې د خپل هیواد د خارجه وزارت د خبرولو پرته ورځي او ګډون پکې کوي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.