The news is by your side.

آيا فکر کوﺉ انټرنيت خوندي (محفوظ) دى!؟

آیا فکر کوﺉ انټرنيت خوندي (محفوظ) دى!؟

خبریال وېب پاڼه/ د Instructions magazine په نوم يوې مشهوري انټرنيټي کمپنۍ د انټرنيت د څلورو ماهره استعمالونکوو څخه د دوی د تجربو په آساس پوښتنه وکړه.

لومړۍ يې له يوې نرسې وپوښتل،
نرسې ځواب کې وويل: زه خپل ټول کارونه (د بيلونو تهويلول، د توکو اخيستل، زده کړې) د انټرنيت په واسطه کوم.

يوه ورځ مې يو برېښنا ليک تر لاسه کړو، ليکلي يې وو (کوم څوک غواړي ستاسې بانکي اکونټ څخه پيسې غلا کړي، ته دې د بانکي اکونټ پاسورډ موږ ته راولېږه تر څو موږ دې اکونټ خوندي کړو)
زه پوه شوم چې کوم څوک غواړي ما دوکه کړي ژر مي د بانک د يوه کارکوونکي سره اړيکه ونيوله نوموړي وويل دا برښنا ليک موږ پورې تړاو نه لري کوم څوک غواړي تاسې دوکه کړي او بانکي اکونت مو غلا کړي.

نو ځکه موږ بايد زيات ځيرک او هوښيار اوسو تر څو د کوم چا ښکار نه شو.

دویم کس يوه ادارې کارکونکي وه
نوموړې وويل: زه يوه ورځ خپل کاري ځاى کې وم خپلي نژدې ملګرې ته مى يو برښنا ليک واستوو د هغه هلک کيسه مى ورته وکړه چې ما سره يې اداره کې کار کاوه او زما خوښېده څو دقيقې ورورسته همدا هلک زما د ميز تر څنګ راغلو راته يې وويل زه پوه شوم چى ستا څوک خوښيږي، زه حيرانه شوم ما فکر کاوه چې شايد برښنا ليک مى غلط شخص ته لژږلى اوسي، يا ملګرې مې دې هلک ته کوم څه ويلى وي خو داسې نه وه، نوموړي شخص زما اکونټ غلا کړی وو زه له دې وروسته پوه شوم چې انټرنېت په پوره معنا خوندي نه دى.

ورپسى يې د پوهنتون له يوه محصل وپوښتل
محصل وويل: زه له انټرنيټ سره زياته مينه لرم په ژوندۍ بڼه زيات پروګرامونه تعقيبوم، سندرې، فلمونه هم له انټرنيټ څه ډاونلوډ کوم، ځينې وخت د انټرنيټ په واسطه اخيستل هم کوم او ارزانه هم وي، مګر! ما تر اوسه د انټرنيټ څخه کوم مشکل نه دى ليدلى.

وروستى شخص ليکوال وو
ليکوال وويل: دا ډيره جالبه ده چې ليکنې وکړم په انټرنېټ يې خپرې کړم او تر نورو يې ورسوم که چيرې ما انټرنيت ته لاسرسى نه لرلى ما به نه شو کولاى چې خپلې ليکنې د نړۍ د نورو هيوادنو اوسيدونکو ته ورسوم که څه هم د انټرنيټ څخه يوه څه اندازه عايد هم لاسته راوړم خو ځيني اشخاص راته خنډونه هم جوړوي او غواړي زما سيسټم راته خراب کړي.

نو زه دا ويلي شم چې انټرنيټ ماته په پوره ډول خوندى نه دي.

ژباړه:فيصل مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.