The news is by your side.

د پکتیکا ولس کابل ته د عمران خان د راتګ مخالفت وکړ

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو مرکز ښرنه کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ پر خلاف نن سهار تر غرمې لاریون درلود.

لاریون والو ویل پاکستان مو د یو ترهګر هېواد په توګه پېژنو، څو چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله نه کړي او د ترهګرو له ملاتړه او روزنې لاس وانخلي موږ یې د ترهګر هېواد په توګه پېژنو او حکومت دې دې هېواد ته پروټوکول نه ورکوي.

دوی وویل د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په وروستیو جګړو کې د پاکستاني پوځیانو په وژل کېدو سره پاکستان ثابته کړه چې د افغانستان په نا امنۍ کې ښکاره لوی لاس لري.

دوی له افغان حکومت هم وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا په رسمي سفر کابل ته راځي.

افغان حکومت اوونۍ وړاندې د عمران خان راتګ ته تابیاوې نیولې وې او کابل ښار کې یې ځای ځای د پاکستان بیرغونه ځړولي.

دا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا په پلازمېنې کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

یاد وزارت وایي د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي له کبله یې رخصت اعلان کړ، خو ویل کیږي حکومت د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ لپاره عمومي رخصت اعلان کړ.

خلک د حکومت پر دې اقدام نیوکه لري چې د یو دوښمن هېواد د لوړ پوړو چارواکو لپاره ولې پلازمېنه کې رخصت اعلانوي خو حکومت وایي د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره پلازمېنه رخصت کوو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.