The news is by your side.

عمران خان د فلسطين ملاتړي زندانونو ته اچوي

عمران خان د فلسطين ملاتړي زندانونو ته اچوي

خبريال وېبپاڼه؛ د پاکستان صدراعظم عمران پخپل هېواد کې د هغه اسلام پالو ځپل هم پيل کړي دي چې د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ کوي، عمران خان وروسته له هغه دا پریکړه کوي چې تېره اونۍ یې د اسراییلو په رسمیت پیژندلو ته مشروطه اشاره وکړه.

په دغه هېواد کې چې اسلام پالې ډلې د اسراییلو مخالفت کوي او د يو ازاد فلسطين غوښتونکې دي اوس ښه ورځ نلري، عمران خان ددوی د ځپلو امر ورکړی دی او ان ځینې نيول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان او فلسطين دښمني
عربو وروسته له هغه د فلسطين په وړاندې خپل سياست بدل کړ کله چې دوی د عثماني خلافت څخه بېل شول، ددې بېلتون وروسته دوی د فلسطین دعوه چې د يوه مستقل فلسطیني هېواد جوړول و جدي ونه پالل ه، دوی ورو ورو د وخت په تېرېدو فلسطين بېخي هېر کړ، داسې چې فلسطيني کډوال د لبنان په کمپونو کې د لوږې سره مخ و، ان غربي ټولنو ورسره مرستې وکړې خو عربو حاکمینو په ميلياردونو ډالرو د فوټبال ټیمونه اخيستل خو د همدې فلسطيني کډوالو سره يې يو ډالر مرسته هم نه کوله.

اوس خبره دې ځای ته رسېدلې ده، چې عرب فلسطين ته وايي د امريکا او اسرائيل طرحه ومني او دا جنجال پای ته ورسوي، ددې ترڅنګ ډېری عربي هېوادونو د اسراییلو سره د سولې توافقونه وکړل او اوس د اسراییلو سره پراخې اړيکې پالي، په همدې تعقيب اوس راپورونه وايي چې عربي متحده اماراتو په پاکستان فشار اچولی دی چې هم د اسراییلو سره اړيکې عادي کړي او هم د فلسطین ملاتړ کوونکي ګوندونه او ډلې وځپي.

ويل کېږي چې عربي متحده اماراتو په پاکستان خپل فشار زیات کړی دی او د پاکستان څخه لاره ورکه ده، پاکستان اوس د فلسطيني ادارې خواخوږي نيسي او د اسرییلو سره اړيکې هم مشروطې کوي، مشروطې پدې مانا چې تر پرونه پاکستان ويل چې په هېڅ ډول د اسراییلو رسمي پېژندل نه غواړي خو اوس وايی په مشروط ډول تيار دي چې اسراييل د يو مستقل هېواد په توګه وپېژني.

همدا اوس يوازې په اوبوظبۍ کې پینځه زره پاکستانيان د مختلفو جرمونو له کبله بنديان دي، په زرګونو نور پاکستاني وکړي په دې هېواد مزدوري کوي او ګټلې پيسې بيا بېرته پاکستان ته لېږي، پاکستان د اماراتو د نورو ډول ډول مرستو او اړیکو څخه هم برخمن دی، دا چې د پاڼ او پړانګ ترمنځ پروت پاکستان به د اماراتو فشار ته څومره ځان ټينګ کړي معلومه نده، خو تاريخ وايي چې پاکستان پيسو ته د‌ ټینګې ندی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.