The news is by your side.

کندهار ښار کې د میثاق امنیتي برنامې چارې پيل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشري د کابینې غونډې د پرېکړې پر اساس یې په دې ولایت د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې د تطبیق چارې پيل کړې.

د یاد ولایت د مطبوعاتي دفتر ویلي، د یادې طرحې د عملي کېدو په موخه نن سهار شپږ نیمې بجې د کندهار والي حیات الله حیات په مشري لومړنۍ امنیتي غونډه ترسره شوه.

دوی زیاتوي، د سهار شپږ نیمو بجو غونډه کې به د امنیت د ټینګښت، ښاري نظم، جنایي جرمونو، تروریستي پېښو، غصب، فساد، بې اسنادو موټرو، غیرقانوني کړنو، تر وخت تېر درملو او خوراکي توکو، نشه‌يي موادو او بېلابېلو نورو مواردو په اړه قانوني پرېکړې کېږي او د ورځي په اوږدو کې به د اړوند مسؤلینو لخوا په جدي ډول تعقیبېږي.

د مسوولینو په خبره، په دې غونډو کې به د نظامي ادارو مسوولینو ترڅنګ د اتو یو ملکي ادارو مسوولین هم ګډون کوي، چې اساسي موخه د ښاري امن او نظم د تامین په موخه د امنیتي تړون طرحې عملي کول دي.

میثاق امنیتی برنامه څلور میاشتې وړاندې د ښارونو د عمومي امن او نظم د تامین په موخه د حکومت لخوا علان شوه.

د کندهار په ولسوالیو کې روانه جګړه

د کندهار چارواکي په داسې حال کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې د عملي کېدو چارو د پيل خبر ورکوي، چې لا هم د دې ولایت په پنجوايي، میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

ویل کېږي، چې وسله وال طالبان د یادو ولسوالیو په ډېری کلیو کې امنیتي پوستې نیولې دي او اوس د دولت پر ضد د جبهې په توګه کار ځنې اخلي.

که څه هم امنیتي مسوولینو ویلي وو، چې ارغنداب ولسوالۍ د ۶۱۰ وسله والو مخالفینو په مرګ ژوبله په بشپړ ډول تصفیه شوه، خو ځايي خلک لا هم د امنیت په اړه اندېښمن دي او د ښار مختلفو ناحیو ته را بې ځایه شوي دي.

درې اوونۍ وړاندې د ملي دفاع وزارت د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د دې ولایت په میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د په بشپړ ډول د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د «بابا صاحب» نظامي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

نن تازه مسوولینو په کندهار ښار کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې، چې د ولسي جرګې ځینو غړیو ملیشه جوړول بللي، د عملي چارو د پيل خبر ورکړ.

معلومه نه ده چې د امنیتي تړون برنامه به په دې ولایت کې د کابل په څېر د امن او نظم د تامین لپاره موثره واقع شي او که به وضعیت نور هم بدتر شي، ځکه پولیس، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه دمګړۍ په ولسوالیو کې له دښمن سره په جګړه بوخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance