The news is by your side.

ګوندې د نن ترهګر هم سبا له وسلې لاس واخلي!

خبریال وېب پاڼه/ په ټولنیزو رسنیو کې مې د کابل پر پوهنتون د ترهګریز برید تصویرونه کتل؛ زړه بوږنونکي ول. ما ته بیا هاغه وختونه را یاد شول چې د کابل پوهنتون شاوخوا تازه په تازه د جمعیت «شورای نظار ډلې» په ولکه کې شوه. یادې ډلې ځان هاغه مهال د تازه جوړ شوي نیم بنده اسلامي جمهوریت یا نظام تمثیلونکی ګاڼه.

په لومړيو کي د دې ډلي د واک او اختيار برېدونه له خیرخانې تر پروان کارتې او ارګه را محدود ول. يو کال روسته یې ایله د کابل پوهنتون او څېره سيمي ولکه کړ چي د کابل پوهنتون دروازه يې د استادانو او زدکړیالانو پر مخ پرانیسته.

موږ هم له کلي کابل ته ستانه شو. مشرې خور مي د طب پوهنځی لوست، يو ورځ یې را ته کړل چي د مور پلار ارمان باید پوره کړو؛ زدکړې به له سره پیلوو. پر سبا یې پوهنتون ته روانه شوم، سهار وختي زموږ کور ته څېرمه؛ په څلور لارې کې ملي بس موټر ولاړ وو. چیغې وهلې پوهنتون – پوهنتون… موټر ته چې وختلم او د سیمې ځینې زدکړیالانې مې ولیدلې څه ناڅه ډاډه شوم. موټر د کارته پروان له لارې د سیلو خواه ته ولاړ. د زړه درزا مې په خپلو غوږو اورېده؛ وېرې اخیستې وم او فکر مې کاوه اوس به د جمعیت نظار د شورا مخالف وسلوال موټر ودروي او موږ به ترې کوز کړي. وېره مې هاغه مهال لا زیاته شوه چې د جګړې ورانۍ مې تر سترګو شوې.

زموږ کور په خیرخانه کې وو؛ هلته د جګړې نښې نښانې زیاتې نه تر سترګو کېدې خو د خوشحال خان مېنې کورونه تش تور او کنډرې ښکارېدل. د سیلو له سړک څخه پوهنتون ته تللي سړک ته چې واوښتلو یوازې د خاورو ډېرانونه پراته وو. دا هاغه سیمه وه چې له تنظیمي جګړو وړاندې به ما په کراتو زړه کې دا ارمان کړی وي چې کاش زموږ کور هم په همدې سیمو کې وای ځکه منظم ښاري سیستم یې درلود. په همدې سوچ او وېره کې مې د سړک پر غاړه د تیلفون یوې وسپنیزې ستنې ته پام شو؛ د غلبیل هومره سوري په کي وو، داسې ښکارېده چې پر دې سیمه د ګولیو باران تېر شوی وي.

موږ په داسې حالاتو کې یوار بیا پوهنتون کې درس پیل کړ چې د کابل پوهنتون له سویلي وره څخه د وتلو جرائت چا نه شو کولای.
چې څنګه به درس خلاص شو، په منډه به مو ځان تر موټر رساوه. د څه مودې په تېرېدلو بیا جګړه د پوهنتون خواه ته نږدې شوه. جګړمارو ډلو به له هر لوري راکټونه ویشتل. په تفرېح کې به هم موږ د باندې نه وتلو یوه ورځ وضعیت له نورو ورځو بدتر برېښېده. ټولګي ته په دننه کېدو مې پام شو چې یوازې اووه تنه؛ هغه هم ټولې نجونې درس ته حاضرې شوي یو. په لومړيو کې د توغندیو د لګېدلو غږ څه ناڅه لرې وو. موږ د حقوقو د پوهنځي په لوی تالاري ټولګي کې ناستې وو. استاد بشرمل د کریمنالوژي یا جرم پېږندنې درس راکاوه. استاد لکه د تل په څیر درس په خوند روان کړی وو خو زموږ غوږونه لکه د ترهېدلېو سويانو نېغ وو. له هر درز سره به مو یو بل ته وکتل. استاد د مجرمینو خاصیتونه تشرېح کول چې درز شو دا وار غږ دومره نږدې وو چې موږ یې له چوکیو پورته وغورځولو د ټولګي ښېښې لا له وړاندې ماتې وې خو د ټولګي له چت او دیوالو یې ګردونه را پرېوتل. موږ حیران استاد ته وکتل. استاد ډاډه ولاړ وو له ځایه لا و نه ښورېده. ما ته یې کړل؛ مه وېرېږه. نور نه را ولي بې غمه اوسه. په پارسي «دري» جالبه جمله راته وویله؛ «وقت خسبیدن شان است.». ما بیا حیران ور وکتل استاد زیاته کړه؛ هاغه ځناور ښیم، داړماران، بې رحمه او ترهګر ځناور چې توغندي ولي او جګړه کوي. هغوي زیاتي ویده کېږي پوهېږې ولې نه وایم چې د خوب وخت یې دی ولې وایم چې مېخسبند؟ زموږ یوازې کیلۍ وې استاد ویل ځکه ورته وایم مېخسبند چې د خسبیدن لغت د ځناورو لپاره راځي او جګړماران انسانان نه دی هغوي د شپې جګړه کوي او د ورځې لکه بد ځناورو ډډې ولګوي. لکه چې د استاد اټکل سم وو؛ هماغه ورستی توغندی شو. استاد چې سبق راته بشپړ کړ روان شو موږ هم له ګردونو ځانونه وڅنډله له ټولګي په وتلو شو چې ګورو توغندی سم دم زموږ د ټولګي مخ ته لګېدلی وو.

هسې اوس سوچ کوم؛ نن ټولې هاغه ډلې چې بېګناه ملکي افغانان یې وځورول سره جګړه ایز مخالفت نه کوي؛ ګوندې همدغه ترهګر هم سبا له وسلې لاس پر سر شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.