The news is by your side.

هغه ۵ کارونه چې هر سهار بايد ترسره شي

خبريال وېبپاڼه/ روغتيا په ژوند کې داسې‌ یو شی ده چې ډیری کسان يې تر هغه په قدر او ارزښت نه پوهېږي ترڅو يې چې له لاسه نه وي ورکړې، د انسان په بدن په ډېر حساس ډول خلق شوی دی، ډېرې حساسې اندازې پکې په نظر کې نيول شوې دي، له همدې کبله بايد ځانګړی پام ورته وشي.

د ورځې پيل بیا تر نورو وختونو ډېر حساس دی، سهار هغه وخت چې بدن مو ټوله شپه ارام کړی وي، پوهېږئ چې زموږ بدن د هر بل څه په نسبت اوبه زياتې کاروي او ډېره برخه یې هم د اوبو څخه جوړه ده، بېګاه چې کله ویده شو نو تر سهاره زموږ بدن اوبو ته ډېره شدیده اړتیا پیدا کوي، چې دا اړتیا باید سهار تر هرڅه مخکې پوره شي.

هغه کارونه چې سهار یې باید حتماً ترسره کړو

•- سهار په خالي معده اوبه څښل د بدن لپاره حياتي ارزښت لري، یوه خبره دلته بايد مخکې له مخکې وکړو چې دا اوبه بايد يخې اوبه نه وي، يخې اوبه تر ګټې ډېر زيات ضرر لري، شير ګرمې اوبه څښل سهار زموږ د هاضمې د سيستم لپاره بې شانه ګټه لري، په ځانګړي ډول په کولمو یې تاثير ډېر زيات وي او د قبضيت مخه نيسي.

•- سترېس هم يو له هغه شيانو څخه دی چې زموږ ورځنی ژوند ورڅخه په تنګ وي، د سهار له لوري بيا سترېس تر بل هر وخت مضر دی او ستاسې مکمله ورځ در خرابوي او هرڅه مو ګډوډوي، له همدې کبله داسې یو کار چې زياتو پرېکړو ته پکې اړتيا وه بېګاه یې کوی او سبا ته یې مه پرېږدئ.

•- سهار وختي سپورټ کول هم ستاسې فزیکي بدن ته او هم به ستاسې ارادې ګټه ورسوي، سپورټ د يوې خوا ستاسې عضلات غښتلي کوي او په خپل بدن مو باور زياتوي او د بلې خو مو په اراده ډېر مثبت تاثیر لري، سپورټ کول ژوند ته ستاسې اراده او ژمنتيا زياتوي، دا‌ د ستونزو په وړاندې ستاسې مقاومت زياتوي او ددې سبب کېږي چې پخپلو ارمانونو کې بريالي شئ.

•- د ويښېدو سره سم خپل تليفون مه را اخلئ، دا ددې سبب کېږي چې د ورځې په جریان کې خپل د دقت او تمرکز قوت له لاسه ورکړئ، له همدې کبله سهار لومړی خپل نورمال ژوند پيل کړئ، د سهار چای مو نوش جان کړئ او وروسته مو بيا که غوښتل خپل تلیفون چک کړئ، خپل فېسبوک او اېمېلونه مو وګورئ.

•- سکوت وکړئ، سهار وروسته له دې چې راپاڅېدئ نو خپل اودس او لمونځ مو وکړئ، د لمانځه وروسته پخپل ځای څو دقيقې همداسې خاموش پاتې شئ، هېڅ فکر مکوئ او لکه يو هېڅ داسې غلي پاتې شئ، دا به ستاسې د توپیر قوه زياته کړي، د مسلو نازکو برخو ته به مو په اسانۍ ورپام شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.