The news is by your side.

طالبان؛ حکومت فاسد‌‌ دی، مرستې زموږ سره په همغږۍ وکړئ

خبريال وېبپاڼه/ طالبانو د نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې د افغانستان سره کېدونکې مرستې ددوی سره په همغږۍ ترسره کړي، د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ پخپل یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان سره تر ننه پورې شوي کمکونه ډېری د يوې خاصې کړۍ جيبونو ته تللي دي او يوازې همدا کړۍ ورڅخه مستفيده شوې ده.

طالبان په داسې حال کې د نړيوالې ټولنې څخه د مرستو د همغږۍ غوښتنه کوي چې په نېږدې ورځو کې په جينوا کنفرانس کې د افغانستان سره د مرستو په نوي کېدو خبرې کېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنيف اتمر له وړاندې لا په دې وېره څرګنده کړې ده چې کېدی شي نړيواله ټولنه د افغانستان سره خپلې مالي ژمنې نوې نه کړي.

د افغان حکومت په مخ تور داغ
افغان حکومت د فساد داسې يوې مرحلې ته رسېدلی دی چې نور ورباندې باور کول هم ګران دي، وروسته له هغه چې د جينوا په کنفرانس کې د مرستو د نه تمديدېو په هکله خبرونه او اوازې خپرې شوې فوراً يې د فساد سره د مبارزې يو بل کميسيون جوړ کړ او چارې يې امرالله صالح ته وسپارلې.

حکومت مخکې هم دا ډول کميسيون درلود چې پخپله همدا د فساد ضد کميسيون د فساد مرکز بلل شوی دی، په افغان حکومت کې د حکومتولۍ د وژل کیدو يوه پروسه روانه ده، هغه څوک د عدالت چوکۍ ته راشي چې خېټه يې د حرامو له خوړو ډکه وي، لاس یې د مظلومانو په وينه ککړ وي، هغه چاته د فساد مبارزه وسپارل شي چې تر پرونه يې‌ همدا اقتدار فاسد ګاڼه، لنډه دا چې د افغان حکومت چارواکي نور خپل فساد په هېڅ شي نشي پټولی.

د طالبانو د خندا شول
د افغان حکومت دننه فساد اوس دې سويې ته رسېدلی دی چې ان طالبان په نړيوال ستېج کې ورباندې نيوکې کې کوي او ان نن يې د نړيوالې ټولنې په رسمي ډول غوښتي دي چې د افغان حکومت سره کېدونکې مرستې ټولې د څو محدودو کسانو جيبونو ته رسېږي دا مرستې بايد ددوی سره په همغږۍ وشي.

له ځانه خلک شړونکی حکومت
په هېواد کې ورځ تربلې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زياتېږي، حکومت داسې عمل کوي‌ چې سړی شک وکړي لکه دوی چې پخپله خلک د ځان څخه شړي، ځکه دا ډول ناشعوره کړنې بله تشريح نلري.

هغه کس چې په حکومت کې کومه دعوه لري، کومه مسله او شکایت یې د حکومت دربار ته راوړی، پاتې دا خبره چې عدالت ورته ورسېږي په مياشتو یې ددوسيې عام ثبت جريان نه مومي، بيا چې ثبت شي په حکومتي ادارو کې د خدای هيلې ته پرته وي، بيا چې کله د قاضي مېز ته ورسېږي د فساد سره مخ شي.

دا کس به خامخا ځي خپله دعوه به په مخالفینو حل کوي، ځکه د محکمې د عدالت د عملي کیدو ټوله پروسه به هلته ترټولو زياته يوه ورځ ونيسي.

همداسې چې نن افغان ملت د حکومت څخه د ناچارۍ مخ اړوي او ځي عدالت د طالبانو څخه غواړي همداسې به نړیواله ټولنه يوه ورځ د حکومت څخه مخ واړوي او د طالبانو ننۍ غوښتنه به ومني او مرستې به هم د هغوی سره په همغږۍ ترسره کړي.

له بده مرغه موجودو حاکمينو نه يوازې دا چې ملت یې د خوارۍ سره مخ کړ بلکې د ملت د هويت عزت یې په نړيوال ستېج کې وشرماوه، خلک یې د عدالت په کلمه، په اصطلاح بې باوره کړل، خلک يې په ډيموکراسۍ بې باوره کړل، په عامه ژبه که ووايو نو ويلی شو چې ډيموکراسي یې وشرموله، اوس نو دا خلک څه چاره لري، بنسټونه یې د جهاد په نامه له منځه ولاړل د نړۍ له لوري ورسره شوې مرستې د ډيموکراسۍ په نامه ولاړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.