The news is by your side.

کندهار کې د طالب وسلوالو د بریدونو زیاتوالی

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار امنیه قوماندان وايي، چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي له موافقې سره سره خپل بریدونو ته دوام ورکړی او تر مخکې يې په ښار او ولسواليو کې بریدونه زیات کړي.

هغه وايي، چې بهرنيو ځواکونو په هوايي برخه کې د عملیاتو ډاډ ورکړی، خو په وینا يې تر دې دمه افغان ځواکونه د وسله والو په وړاندې بریالي دی.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د یوې هوکړې له مخې، طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي ژمنه کړې، خو داسې ښکاري، چې کندهار کې د تېر برخلاف وسله وال بریدونه زیات شوي.

په روانه اوونۍ کې وسله والو د کندهار په شپږو ولسوالیو کې سخت بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، وسله والو طالبانو ان په ښار کې ماین چاودنو، وسله والو او غلچکي بریدونو ته زور ورکړی.

تادین خان زیاتوي، دا بریدونه د تېر برخلاف زیات شوي، خو په خبره يې امنیتي ځواکونو يې په دفاعي توګه ځواب ورکړی.

څو اوونۍ وړاندې، کله، چې طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړل، په ځواب کې يې بهرنيو ځواکونو په هلمند ولایت کې هوايي برید وکړ.

نوموړی وايي، چې بهرني ځواکونه اوس هم له دوی سره په همغږۍ هوايي بریدونو ته چمتو دي، خو په خبره يې افغان ځواکونه خپله د مخالفینو د ځواب توان لري.

د کندهار عام اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له لورې د تاوتریخوالي د زیاتوالي غندنه کوي او غواړي، چې د سولې لپاره شویو هوکړو ته ژمن پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.